د خوست باک ولسوالی کې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ستونزو اغېزو د ارزونې په موخه سروې ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۷
د خوست باک ولسوالی کې د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ستونزو اغېزو د ارزونې په موخه سروې ترسره شوه

۲ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د باک ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت په همغږۍ او د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ، د یادې ولسوالی په یو شمېر کلیو کې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شویو ستونزو د ارزونې په موخه سروې ترسره شوه.
یاده سروې د توتاک، ترکې، کوزه ترکې، سره تیږه، کوټکي، اوړنګ کڅ، باډرمیله او ورډاګانو په کلیو کې عملي شوه، چې پکې د بزګرانو او ځایي اوسېدونکو سره له نږدې لیدنې وشوې او د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې ستونزې وڅېړل شوې.
د سروې موندنې ښيي چې وروستیو اقلیمي بدلونونو د سیمې پر کرنیزو فعالیتونو، حاصلاتو او قدرتي سرچینو منفي اغېزې کړي دي، چې په ځانګړې توګه د بارانونو کمښت، د تودوخې لوړېدل او د نباتي افتونو زیاتوالی یې مهمې بېلګې دي.
د یادې ارزونې موخه دا ده، چې د کرنیزو ستونزو د کمولو لپاره پر وخت او اغېزمنې حل لارې وموندل شي او له بزګرانو سره د تخنیکي مرستو او راتلونکو پروګرامونو د طرحې لپاره بنسټیز معلومات راټول شي.
د خوست د کرنې ریاست ژمن دی، چې د شته امکاناتو او د همکارو مؤسسو په همغږۍ به د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د بزګرانو د ملاتړ لپاره لازم ګامونه پورته کړي، څو د کرنې سکتور پیاوړی او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت