د بېلابېلو موضوعاتو د ارزونې په پار د کرنې وزارت د رهبرۍ غونډه په لاره واچول شوه

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۴:۳۲
د بېلابېلو موضوعاتو د ارزونې په پار د کرنې وزارت د رهبرۍ غونډه په لاره واچول شوه

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په مشرۍ په بېلابېلو نویو موضوعاتو له ډلې د پراختیایي بودیجې لګول، د وزارت مقررې، په کرنه کې د کوپراټیفونو پر ونډه، د اصلاح شویو تخمونو پېرل او دغه راز د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه کې پر شته ستونزو د خبرو اترو او تصمیم نیولو په پار د رهبرۍ غونډه په لاره واچول شوه.
د کرنې وزیر په دې غونډه کې د کرنې وزارت د مقررې په هکله خپل لارښوونیز نظرونه وړاندې کړل او دغه راز سپارښتنه یې وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ په پراختیا کې د کوپراټیفونو اهمیت ته په کتو ددغو کوپراټیفونو جوړښت دې په دقیق ډول مطاله او وارزول شي. ښآغلی احدي زیاته کړه، چې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په برخه کې د کوپراټيفونو ونډه فعال او موثر دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت