د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په اوو ولایتونو کې د پیازو ۳۳۵ زېرمتونونه جوړوي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۳:۴۳
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په اوو ولایتونو کې د پیازو ۳۳۵ زېرمتونونه جوړوي

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د هېواد په اوو ولایتونو کې د پیازو ۳۳۵ زېرمتونونه جوړوي.
دغه پروژې، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په لاره اچول شوي دي، رغنیزې چارې یې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه پر مخ بیایي. ددغو زېرمتونونو له ډلې د ډېرو هغو چارې بشپړ شوي او د پاتې هغو چارې به هم تر یوې اوونۍ بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه زېرمتونونه په ټولیزه توګه د ۱۶۴ میلیونه او ۹۳۳ زره او ۲۳۰ افغانیو په لګښت جوړیږي. ددې لګښت ۸۰ سلنه د کرنې وزارت له خوا او ۲۰ سلنه نور یې د برخمن شویو بزګرانو له خوا ورکول کیږي.
دغه زېرمتونونه د کابل، بامیان، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لوګر او غزني په ولایتونو کې جوړیږي، چې په بشپړېدو سره یې د یادو لایتونو بزګران کولای شي، چې دکال څه باندې څلور زره مټریک ټنه پیاز زېرمه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت