د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه کندزولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۲۰
د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه کندزولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د ارزونې په موخه کندز ولایت ته سفر وکړ.
دغه سفر د غنمو د پېرلو د مرکزي همغږۍ کمېټې د دندو د اډانې په ترڅ کې ترسره شو، چې په همدې موخه مولوي ضیاءالدین واقف د غنمو د بیو ارزونه، د طرزالعمل د شفاف تطبیق ډاډ، د مرکز او ولایتونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول، د مالي اسنادو ترتیب، او د غنمو پلورونکو ته د پیسو لېږد په موخه کندز ولایت ته سفر وکړ. 
ښاغلي واقف د کندز ولایت د کرنې ریاست له سرپرست صلاح الدین واحدی  سره په یوه ګډه ناسته کې ګډون وکړ، چې پکې د بیې ټاکنې کمېټې غړو هم حضور درلود. په ناسته کې د کندز د کرنې ریاست ډاډ ورکړ چې د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر به د منظور شوي طرزالعمل له مخې عملي کېږي، او یاد ریاست به له پلورونکو سره د مالي اسنادو د ترتیب او تادیاتو په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.


سفر رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت به ولایت کندز جهت بررسی روند خریداری گندم مازاد دهاقین
به منظور بررسی روند تطبیق طرزالعمل خریداری گندم مازاد دهاقین،  مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر نمود.
در چارچوب وظایف کمیته هماهنگی مرکزی خریداری گندم، مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، به هدف بررسی نرخ‌ها، حصول اطمینان از شفافیت در روند تطبیق طرزالعمل، هماهنگی میان مرکز و ولایات، ترتیب اسناد مالی و انتقال مبالغ به فروشندگان، به ولایت کندز رفته و در جلسه‌ای مشترک با سرپرست ریاست زراعت این ولایت اشتراک نمود.
این جلسه با حضور هیئت نرخ‌گیری و صلاح الدین واحدی سرپرست ریاست زراعت ولایت کندز، برگزار گردید. در این دیدار، ریاست زراعت کندز اطمینان داد که روند خریداری گندم مازاد مطابق طرزالعمل تصویب‌شده اجرا خواهد شد و این ریاست همکاری همه‌جانبه در زمینه طی مراحل اسناد مالی و تادیات با فروشندگان خواهد داشت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت