د بادغیس ۹۰ تنه بزګران د صنعتي او تېلي نباتاتو د تولید په برخه کې وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۱:۲۳
۹۰ دهقان بادغیسی در بخش تولید نباتات صنعتی و تیلی آموزش دیدند


۱۷ لیندۍ ۱۳۹۹
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت ۹۰ تنه بزګران د صنعتي او تېلي نباتاتو د تولید او نورو کرنیزو برخو کې وروزل شول.
دغه دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام چې د «صنعتي او تېلي نباتاتو د کرکېلي او پالنې» تر عنوان لاندې په لاره اچول شوې وه، ددې ولایت د قادس، آب کمري، مُقر او قلعه نو ولسوالیو یوشمېر بزګرانو په کې ګډون درلود.
د بادغیس د کرنې ریاست په پام کې لري، چې راتلونکی کال په دې ولایت کې د تېلي نباتاتو له ډلې، زغر، کونځلې، لمرګل او ممپلیو ۲۶ ننداریزې قطعې جوړې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت