د اوبو مدیریت د اسټراټژي چمتوکولو روزنیز پروګرام پیل شو

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۳:۲۳
 د اوبو مدیریت د اسټراټژي چمتوکولو روزنیز پروګرام پیل شو

۲ لیندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بېلابېلو نړیوالو او کورنیو بنسټونو په همکارۍ، په هېواد کې د اوبو د سرچینو د تنظیم او ښه مدیرت په پار د اسټراټژي چمتوکولو روزنیز پروګرام پیل کړ.
دغه پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی، په کابل کې د هالنډ د سفارت مرستیال هینس اکربون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې مشر راجندرا کمار اریال او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادراې د سرچینو غړی ډاکټر ویم بستیانسن په ګډون نن رسماً پیل شو.
د یاد پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام په پیل غونډه کې د کرنې وزیر نصیر احمد درانی وویل، چې افغانستان لاهم د خپلو اوبیزو سرچینو د مدیریت په پار منظمه اسټراټژي نه لري او ددې اسټراټژۍ د چمتو کولو په پار د نړیوالو بنسټونو همکاریو ته اړتیا شته. هغه وویل، چې اقلیمي بدلونونو په پار افغانستان ډېر زیانمن دی. ښاغلی درانی په هېواد کې د اوبیزو سرچینو په هکله د کره معلوماتو په هکله وویل: «افغانستان په څېر هېوادونه چې د اوبیزو سرچینو په هکله یې کره معلومات نشته، ډېره اړینه خبره ده، چې اوس باید د اعتماد وړ معلومات ولرو ترڅو د معلوماتو پر بنسټ یو منظم مدیریتي پلان جوړ کړو.»
په ورته وخت کې په کابل کې دهالنډ د سفارت مرستیال هینس اکربون وویل، چې دوی د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادراې په مرسته افغانستان سره د اوبیزو سرچینو د مدیریت د یوې منظمې برنامې په جوړولو کې مرسته کوي. هغه وویل، چې کال وړاندې د افغانستان ولسمشر له هالنډه غوښتی وو، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د خوست جوار سل څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوندو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د کندهار څلورو ولسوالیو کې لسګونو بڼوالو ته د روزنې ترڅنګ ورته اړین توکي ووېشل شول

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمنو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو.ان.او.ډي.سي) په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۲:۴۵
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

بازگشت