د اوبولګولو، آبريزو تنظيم او د کورنيو باغچو جوړولو پر پروژو خبرې اترې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۰:۴۰
د اوبولګولو، آبريزو تنظيم او د کورنيو باغچو جوړولو پر پروژو خبرې اترې

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري او د نړيوال بانک او دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې  (‏EATS‏) چارواکو ترمنځ د اوبولګولو، آبريزو تنظيم او د کورنيو باغچو جوړولو پروژو د ارزونې غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې، د اوبولګولو نويو پروژو پر ډيزاين، ابرېزو تنظيم او کورنيو باغچو جوړولو  په هکله خبرې اترې وشوې.
ددغو پروژو ټوليز ارزښت  ۳۵.۷ میلیونه ډالر ده،  چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي او دکرنې د ودې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې له خوا دکرنې وزارت په همکارۍ د هېواد ۳۴ولايتونو کې پلي کېږي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري، د ‏EATS‏ پروژې کاري ټيم ته هدایت ورکړ چې د راتلونکې اوونۍ تر يکشنبې ، ۱۳/۴/۱۴۰۰، په دې هکله پروپوزل چمتو او دکرنې وزارت رهبرۍ ته يې وسپاري ترڅو نړيوال بانک ته واستول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت