د اصلاح شوي تخمونو د ملي بورډ پرېکړه: د غنمو د یو ټن اصلاح شوي تخم بیه ۴۰ زره او ۶۹۷ افغانۍ وټاکل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۱:۲۷
فیصله‌ی بورد ملی تخم‌های اصلاح‌شده: بهای یک تُن تخم اصلاح‌شده‌ی گندم ۴۰ هزار و ۶۹۷ افغانی تعیین شد
د اصلاح شوي تخمونو د ملي بورډ پرېکړه:
د غنمو د یو ټن اصلاح شوي تخم بیه ۴۰ زره او ۶۹۷ افغانۍ وټاکل شو
۸ چنګاښ ۱۳۹۹
د اصلاح شوي تخمونو د ملي بورډ غړي د غنمو د پېرل، د بیې ټاکل او دغه راز پر دوو تقنیني سندونو د خبرو اترو په پار غونډه وکړه.
دغه غونډه د دې ملي بورډ د غړو او ناظرینو په شتون کې دکرنې او مالدارۍ وزارت د معینیت د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه.
د کرنې وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست محبوب الله ننګ د غونډې د موخې په هکله توضیحات ورکړ.
په دې غونډه کې، د غنمو د ۱۴ زره ټنه اصلاح شوي او تصدیق شوي تخمونو د بیې ټاکل و ارزول شو.
په غونډه کې، د غړو تر هر اړخیز خبرو اترو او د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اغېزو له امله اوسني وضعیت ته په کتو سږکال لپاره په ټولو لګښتونو سره د غنمو د هر ټن اصلاح شوي او تصدیق شوي تخم بیه ۴۰ زره او ۶۹۷ افغانۍ وټاکل شو.
دغه راز د اصلاح شوي تخمونو ملي بورډ د سږکال سب سایډي ۶۰ سلنه وټاکل او همداراز د تېر کال تجربې ته په کتو پرېکړه وشوه، چې په روان کال کې د غنمو اصلاح شوي تخم باید له یوې سرچینې وپېرل شي. د هېواد په کچه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تر یو ملي معیار لاندې د اصلاح شوي تخمونو د ټولنې تر چتر لاندې د شرکتونو له خوا تولیدیږي.
تر دې وروسته د اصلاح شوي تخمونو د چمتو کولو، تدارکات او وېش پر کړن لارې، چې په ۱۳۹۲ یم کال کې د غلو دانو د ریاست له خوا چمتو شوې وه، خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې یاد کړن لاره دې باید تعدیل او د وزارت د تقنین امریت له خوا دې طی مراحل شي. د کرنې د پراختیا او ترویج د عمومي ریاست پر دندو او مسوولیتونو، چې باید د اصلاح شوي تخمونو د کیفیت د کنټرول په مقرره کې ځای پر ځای شي، هم پرېکړه وشوه، ترڅو د اصلاح شوي تخمونو د تصدیق ورکولو ریاست او د تقنین د امریت په همکارۍ، د کرنې د پراختیا او ترویج د لوی ریاست دندې او مسوولیتوننه، ځانګړې شي او د قانون له لارې د اصلاح شوي تخمونو د کیفیت د کنټرول په مقرره کې درج شي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

بازگشت