دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو سیسټمونو غونډه کې خبرې وکړې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۲۱
دکرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو سیسټمونو غونډه کې خبرې وکړې

۶ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، د ملګرو ملتونو د خوړو سیسټمونو په پای غونډه کې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او د کرنې پر عصري کولو خبرې وکړې.
دا غونډه، د افغانستان په ګډون د ۱۱۱ هېوادونو د کرنې وزیرانو او یوشمېر رهبرانو په ګډون په لاره اچول شوې وه.
د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په دې غونډه کې وویل، چې د کرنې دودیز سیسټم او نه اصلاح شویو تخمو څخه د استفادې له وجې د ګاونډو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې له کرنیزو ځمکو څخه د حاصل تر لاسه کولو کچه ډېره ټیټه ده. هغه وویل، چې په افغانستان کې مخکې له هر هکټاره ځمکې څخه ۲.۵ مټریک ټنه او اوس ۲.۷ مټریک ټنه غنم راټولېږي، په داسې حال کې، چې ګاونډیو هېوادونو له همدې اندازې ځمکې څخه ۳.۵ تر ۴ مټریک ټنه غنم راټولوي.
ښاغلی احدي زیاته کړه، څلور لسیزه جګړه ددې لامل شوې، چې افغانستان ونه کولی شي د کرنیزو محصولاتو په تولید کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.
هغه وویل، چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د خوراکي توکو په تولید کې افغانستان پرځان بسیا وه، خو اوس ۲۵تر۳۰ سلنه یاد مواد واردوي.
بلخوا ښاغلی احدي وویل، چې د کرنې وزارت له خصوصي سکټور سره د سړوخونو په جوړولو کې همکاري کړی دی، چې دا چاره د محصولاتو د زېرمه کولو د وړتیالوړنې، کارموندنه او د بېوزلۍ کچې د ټیټولو لامل شوی دی.
هغه د خوړو او درملو ملي ادارې جوړولو ته په اشارې سره وویل، چې مخکې د خوړو او درملیزو محصولاتو اسټنډرډ کول بېلابېلو بنسټونو پورې تړې وه، چې دا چاره ډېرې ستونزې رامنځه کړي و، خو اوس ددې ادارې په جوړېدو سره په دې برخه کې ستونزې هوارې شوي دي.
دکرنې وزیر د خوړو خوندیتوب په اړه وویل، چې خلک باید ارزان او اسانه خوړو ته لاس رسي ولري، چې په بېوزلو هېوادونو کې دا چاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. هغه په دې برخه کې پر ملي او نړیوال مشارکت ټینګار وکړ.
دکرنې وزیر دغه راز وویل، چې ا فغانستان خوړو ته لاس رسی او د خوړو خوندیتوب په برخه کې نړیوال اسټنډرډونه مراعت کړي دي او ډېر ژر به خپل د خوړو سیسټم اسټراټژۍ اعلان کړي.
هغه له ملګرو ملتونو، د دوی موسسې، له ټولو پرمختیایي همکارانو، څېړنیزو موسسو او پوهنتونونو او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره دې خپل مالي او تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو راتلونکې ۱۰ کلن ليدلوری ترسیم او اسټنډرډ خواړه تأمین شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال او مل پلاوي یې په ترکیه کې له کرنیزو څېړنیزو مرکزونو او ماشینریو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ ترکیې هېواد ته دخپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۱۴
Background image

پکتیا کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د پکتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۷
Background image

د کندز د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د شمال ختیځ زون مشر سره وکتل

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د شمال ختیځ زون مشر. . .

بازگشت