دکرنې وزارت له يوشمېر پروژو څخه د المان د ملاتړ دوام

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۰:۳۲
دکرنې وزارت له يوشمېر پروژو څخه د المان د ملاتړ دوام

۹ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري، د افغانستان او المان د چارواکو په هغه غونډه کې، چې د ياد هېواد له خوا دکرنې وزارت دپروژو د همکاريو د دوام په موخه جوړه شوې وه ګډون وکړ.
په دې ناسته کې د افغانستان له خوا دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال ترڅنګ د لوړو زده کړو او ماليې وزارتونو مرستيالان او د انرژۍ د تنظيم ادارې او برېښنا شرکت لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړي و. د المان له خوا په کابل کې د المان سفير اکسیل زیلدر او ددې هېواد يوشمېر لوړپوړو چارواکو په انلاين ډول حضور درلود.
په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان ملي لومړيتوبونو، کارموندنه، د اقليم بدلون، انرژۍ، هر اړخيزه سوله، د لومړيتوبونو له اډانې بهر پر همکاريو خبرې اترې وکړې.
ددې ترڅنګ په دې ناسته کې د ژوند دوام لپاره د ځنګلونو د بيارغونې پر پروژې(FLRL‎‏)، خبرې وشوې. ددې پروژې د پلي کېدو موخه د ځنګلونو بيارغول، د ايکوسيسټم ښه تنظيم، د اقليم بدلون د اغېزو ټيټولو په پار د وړتياوو لوړول او دغو بدلونونو پر وړاندې مقاومت دی.
د المان فدرال جمهوريت چارواکو په دې ناسته کې وويل، چې ياد هېواد د کرنې وزارت له پروژو له ډلې ملي لومړيتوبونو، اقتصادي پراختيا او د افغانستان کرنيز پراختيا له پروژو څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت