دکرنې وزارت او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه دهمکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۵:۵۴
 دکرنې وزارت او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه دهمکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړل

۸ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي وایي، چې مېرمنې او کرنه د افغانستان په ځان بساینه کې رغنده رول لري نو له همدې کبله اړینه خبره ده، چې د کرنیز پراختیا په برخه کې د مېرمنو ونډه لا پیاوړي او زیاته شي. هغه وویل: «ددې هوکړه لیک په لاسلیک سره د کرنې په برخه کې د متشبثو مېرمنو ونډه لاهم زیاتیږي.»
دغه راز د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره منیژه وافق هم د کرنې وزارت او د مېرمنو د سوداګرۍ اوصنایعو خونې پر همکارۍ ټینګار وکړ او دا کار یې اړین او الزامي وبلله. هغې وویل: «ددې لپاره چې مېرمنې ښه او غوره سلیقې لري، نو د کرنیزو محصولاتو له پروسس تر بسته بندي پورې کولای شي، چې رغنده رول ولوبوی او د کرنې په بېلابېلو برخو کې پراخه ونډه ولري. د کرنې او سوداګرۍ د سکټور په برخه کې د مېرمنو شتون په کورنیو کې د مېرمنو د پیاوړتیا او ځان بساینې لامل کیږي.»

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت