دهلمند مرکز لښکرګاه کې د کبانو غیرقانوني ښکار کوونکی ونیول شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۱
دهلمند مرکز لښکرګاه کې د کبانو غیرقانوني ښکار کوونکی ونیول شو

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د بولان درود په سیمه کې یو تن هغه کس ونیول شو، چې د عمومي سیند د طبیعي کبانو ښکار یې کاوه.
یاد کس د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت اړوند کارکوونکو له‌خوا د ساحوي څار پر مهال ونیول شو. د طبیعي کبانو ښکار نه‌یوازې د محیطي توازن لپاره زیانمن دی، بلکې د کبانو نسل هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د هلمند د کرنې ریاست مسؤلینو وویل، چې د کبانو ښکار د امراؤ د هدایت له مخې منع دی، او له ناقانونه ښکار کوونکو سره به قانوني چلند کېږي.
همداراز، د حیواني روغتیا آمریت له لوري یادو کسانو ته لازمې توصې وشوې، او ورسره یې د عامه پوهاوي په موخه د کبانو د نسل ساتنې، د چاپېریال ارزښت، او قانوني مکلفیتونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.
د هلمند د کرنې ریاست له ټولو ښاریانو، کروندګرو او کب روزونکو څخه غوښتنه کوي، چې د طبیعي سرچینو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، او د کبانو د ښکار له قانوني اصولو سرغړونه ونه‌کړي.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند ولایت د سیندونو او طبیعي اوبو کبان د دې ولایت یوه مهمه طبیعي پانګه ګڼل کېږي، چې ساتنه یې د هر وګړي مسؤلیت دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي په ترکیه کې د لمر ګل د غوړیو د تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ ترکیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۸
Background image

د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست په تالار کې سکټوري غونډه دایره شوه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د یو لړ اړوندو ادارو ترمنځ سکټوري غونډه دایره شوه.
په یاده غونډه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د هلمند دکرنې رییس د ناوې او بولان سیمو دځمکوالو او بڼوالو ستونزې وارېدې

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د مرکز د ترویج عمومي مدیر قاري مسلم په ملتیا د ناوې ولسوالی او بولان. . .

بازگشت