دننګرهار وادي کرنیز شرکت د کرنیزو ځمکو پراختیا په پار هلې ځلې کوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۲:۴۹
دننګرهار وادي کرنیز شرکت د کرنیزو ځمکو پراختیا په پار هلې ځلې کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند هغه شاړې او غونډۍ(بلندآبه نه همواره ځمکې) چې له کلونو را په دې خوا شاړې پاتې دي کرکېلي ته چمتو کوي.
دننګرهار وادي کرنيز شرکت مسوولين ددې چارې موخه د کرنیزو ځمکو پراخول، د چاپېریال ښه کول او خلکو ته د کار زمینې برابرول په ګوته کوي.
مسؤلین وايي، د ځمکو د ابادولو لپاره د اوبو لګولو منظم سيستمونو، کرنې برخې او مالټه بڼونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
 د سیمې اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او هیله لري چې دا به د اقتصاد او ژوند شرایط ښه کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار وادي کرنيز شرکت مسوولين ټینګار کوي، چې د سیمې خلکو ته د دې پروژې له لارې د پایدارې پراختیا امکانات برابرېږي، او تمه لري چې نورې شاړې ځمکې هم په راتلونکو میاشتو کې ابادې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۳۳
Background image

د ننګرهار حصارک کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د دې ولسوالی په مرکزي بازار کې  یوشمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۴۳
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی کې ٣٥٠ کورنیو سره د عضوي سرو مرسته وشوه

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست نوی رییس معرفي شو

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوي عبدالواحد شبیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د نوي رییس په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده. . .

بازگشت