خوست کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۶۸پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۴
خوست کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت ۶۸پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۳ سلواغه ۱۳۹۹
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې په خوست کې د ۶۸ زېرمتونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست والي او ددې ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو ۶۸ پروژو کې ۱۹ د پیازو او ۴۹ د کچالو زېرمتونونه شامل دي، چې د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې ونډې سره د خوست ولایت په مرکز او اړوندو شپږو ولسوالیو کې کرندګرو ته جوړې شوي دي، چې له دې لارې به کروندګر وکولای شي خپل راټول کړي حاصلات په کور دننه خوندي او د اړتیا په صورت کې بازار ته وړاندې کړي.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۳۷ میلیونه او ۳۸۰ زره او ۱۳۷ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
یادې پروژې دکرنیزومحصولاتومدیریت، د بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

بازگشت