خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳
خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سلاکار بهیرګل صابري په داسې حال کې، چې د کرنې او ښارجوړونې ریاستونو انجنیرانو یې ملتیا کوله د کب روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې د چارو نظارت ترسره کړه. د دې څارنې پرمهال یاد پلاوي د پروژې د کارونو د نقشې او پلان مطابق پر پرمختګ ټینګار وکړ.
د کبانو د هچرۍ دا پروژه چې د تولید او ساتنې یو مهم اقدام دی، د کبانو نسل پراختیا، خلکو ته د کار برابرول او د تولید پروسې اغېزمنتیا یې موخې دي. د پروژې بشپړېدل به د کبانو د روزنې او ساتنې معیارونه لوړ کړي او د محلي ټولنې لپاره اقتصادي او اجتماعي پرمختګ ته زمینه برابره کړي. د یاد فامر معیاري ډول جوړېدل به د خوست ولایت لپاره د کبانو په برخه کې یوه ګټوره پانګونه وي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت