خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۳۰
خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په څارنه کې د شمل فارم د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې د چارو نظارت ترسره شو. د دې څارنې پرمهال د طبیعي سرچینو آمریت انجینرانو د پروژې د کارونو د نقشې او پلان مطابق پرمختګ تایید کړ.
د کبانو د هچرۍ دا پروژه چې د تولید او ساتنې یو مهم اقدام دی، د کبانو نسل پراختیا، خلکو ته د کار برابرول او د تولید پروسې اغېزمنتیا یې موخې دي. د پروژې بشپړېدل به د کبانو د روزنې او ساتنې معیارونه لوړ کړي او د محلي ټولنې لپاره اقتصادي او اجتماعي پرمختګ ته زمینه برابره کړي. د شمل فارم په معیاري ډول جوړېدل به د خوست ولایت لپاره د کبانو په برخه کې یوه ګټوره پانګونه وي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د روسیې د کرنې وزارت مرستیال سره په سن‌پیترزبورګ کې وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د روسیې ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس کې د ګډون په موخه د یو. . .

بازگشت