خوست ولایت کې د ستروسو ۱۵ بڼونه جوړ شول 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۸
خوست ولایت کې د ستروسو ۱۵ بڼونه جوړ شول 

د خوست ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د ستروسو (مالټو) ۱۵ بڼونه جوړ شول.  
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، له دغو بڼونو څخه ۵ د خوست په مرکز، ۳ په صبریو او یعقوبیو، ۴ په تڼیو، ۲ په اسمعیل خیلو او مندوزیو او ۱ بڼ په ګربزو ولسوالیو کې جوړ شوی دی. هر بڼ ته ۱۳۳ د ستروسو نیالګي ورکړل شوي، ترڅو بڼوالۍ ته وده ورکړل شي.  
د یادو بڼونو د جوړولو بودیجه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري ځانګړې شوې وه، چې موخه یې د کرنې سکتور پراختیا او د مېوو د تولید زیاتوالی و.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت