بلخ کې د پیازو د زېرمتونونو رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۹:۳۸
بلخ کې د پیازو د زېرمتونونو رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

۵ لړم ۱۳۹۹
د بلخ په ولایت کې د پیازو د نویو زېرمتونو رغنیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې به یې هم تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې بشپړ او ګتې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۴۷ میلیونه او ۷۰۱ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت په بلخ ولایت کې د پیازو د ۳۰۰ زېرمتونونو چارې څو میاشتې مخکې پیل کړي دي. ددغو زېرمتونونو د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت د برخمن شویو بزګرانو او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
د بلخ د کرنې ریاست وایي، چې ددغو زېرمتونونو په جوړېدو سره ددې ولایت څلور زره او ۵۰۰ مټریک ټنه پیاز زېرمه کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

کونړ کې ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د شیدو غواوې ووېشل شوې

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
کونړ کې د زلزله‌ځپلو کورنیو د ژوند د بیا رغونې او د هغوی د معیشت د پیاوړتیا په موخه د مالدارۍ په برخه کې د ملاتړ لړۍ دوام لري. د همدې لړۍ. . .

بازگشت