بلخ ولسوالی کې ۱۵ تنه مالدارانو ته د معیاري غوجلې جوړولو اړین توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۲۳
بلخ ولسوالی کې ۱۵ تنه مالدارانو ته د معیاري غوجلې جوړولو اړین توکي ووېشل شول

۴  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د بلخ په ولسوالی کې ۱۵ تنو مالدارانو ته د معیاري غوجلې جوړولو اړین توکي ووېشل شول.
د چارواکو په خبره تر مرستې وړاندې، د هالنډ کمیټې مسؤلینو له لوري د غوجلې جوړولو، ارزښت او ګټو په اړه هر اړخیز عامه پوهاوی ورکړل شو، وروسته بیا هر مالدار ته د د غوجلې جوړولو لپاره کړکۍ، چونه، بورس، د اوبسطل هواکش او یوشمېر نور اړین توکي ووېشل شوې، ترڅو اړوند مالداران وکولای شي د خپلو څارویو لپاره یو معیاري او سالمه غوجله جوړه کړي.
د دې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ، معیاري غوجلو ته پراختیا، ننداریزې بڼې برابرول، د غوجلو د اصلاح او دودیزو بڼو پر ځای عصري او سالمو شرایطو ته لاره هوارول دي. دا کار به د څارویو ساتنې کیفیت لوړ کړي او د مالدارانو اقتصادي حالت به ورسره ښه شي.

برای ۱۵ مالدار در ولسوالی بلخ توزیع لوازم لازم برای ساخت طویله معیاری صورت گرفت
۴ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به ابتکار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بلخ و با همکاری تخنیکی کمیته هالند، برای ۱۵ مالدار در ولسوالی بلخ این ولایت، لوازم مورد نیاز برای ساخت طویله معیاری توزیع گردید.
به گفته مسئولان، پیش از توزیع این کمک‌ها، مسئولان کمیته هالند برای مالداران در مورد ساخت طویله، ارزش و مزایای آن آموزش همه‌جانبه ارائه کردند. سپس برای هر مالدار لوازم لازم شامل کلکین، چونه، برس، آب‌سطل، هواکش و شماری وسایل دیگر توزیع شد تا آنان بتوانند برای حیوانات خود غوجلۀ سالم و معیاری بسازند.
هدف از این کمک، حمایت از مالداران، گسترش طویله  معیاری، فراهم‌سازی الگوهای نمایشی، اصلاح طویله ها و جایگزینی شیوه‌های مدرن و سالم به جای روش‌های سنتی است. این اقدام موجب بهبود کیفیت نگهداری حیوانات و بهبود وضعیت اقتصادی مالداران خواهد شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت