بغلان کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۰:۱۵
بغلان کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شو

دبغلان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا دنیالګیو کښېنولو کمپاین په داسې حال کې پیل شوه، چې د بغلان ولایت د مقام د دفتر رییس مولوی لعل جان راشد، ، دکرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محراب الدین بلال، د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوی اسدالله هاشمي، د چاپېریال ساتنې رییس انجنیر عین الدین کریمي، د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت الله پارسا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر انجنیر محمد ابراهیم عثماني، د طبیعي سرچینو آمر، په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې دهمکارو مؤسسو استازو، دیوشمیر نورو ادارو مسؤلینو، ځوانانو،قومي مشرانو او ژورنالېستانو په کې گډون کړی وو.
یاد کمپاین د زرغون چاپېریال تر عنوان لاندې د یادو مشرانو له خوا د یو یو نیالګيو په کېنلو سره رسماً پیل شو.
ددې کمپاین په پیل غونډه کې د بغلان د کرنې ریاست چارواکو وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به ۸۵ زره مېوه لرونکي او بې مېوې ونې کښېنول شي.
یادو چارواکو ددې ولایت له اوسیدونکو وغوښتل، چې په دې کمپاین کې برخه واخلي او د نیالګیو پالنې او ساتنې ته پاملرنه وکړي.
دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی دی، چې تر دې مخکې دهېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت