بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې ولایت کې د رومي بانجانو د ترویج په برخه کې اغېزناکې چارې تر سره شوي دي.
دغه راز د بغلان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت کارکوونکو ددې ولایت بزګرانو ته د رومي بانجانو د کرکېلي نوې لارې چارې ښودلې دي.
تېرکال په همدې شپو او ورځو کې د بغلان ولایت مرکز پلخمري په ښار کې یومن رومي بانجان په ۲۱۰ تر ۲۵۰ افغانیو خرڅېدل. خو سږکال هر من یې له ۶۰ تر ۷۵ افغانیو خرڅېږي.
بغلاني بزګران د بیو د ټيټوالي اصلي لاملونه جګړې او د مارکېټ نه شتون بولي.
تېرکال د بغلان ولایت په ۸۹۶ هکټاره ځمکه رومي بانجان کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۰ زره او ۶۰۸ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۱
Background image

لښکرګاه بولان سیمه کې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د لښکرګاه بولان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته سفر وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  په مشرۍ یو ګډ پلاوي کجکي ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ.
دغه سفر د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د پکتیکا جاني خېلو کې بزګرانو ته د بادامو بڼونه او لمریزې برېښنا ورکړه؛ د کوکنارو د بدیل پروګرام مهم ګام

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل پروګرام په چوکاټ کې د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې ۵۶ تنو بزګرانو ته د. . .

بازگشت