بامیان کې سږ ۳۷۰ زره ټنه کچالو تولیدیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۳ - ۱۸:۴۳
امسال ۳۷۰ هزار تن کچالو در بامیان تولید می‌شود

د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي ارزونې ښیي، چې ټاکل شوې سږکال به له بامیانو څخه ۳۷۰ زره ټنه کچالو راټول شي. د دغو چارواکو په خبره تر دې وړاندې له بامیانو څخه په کلنۍ ډول کابو ۳۵۰ زره مټریک ټنه کچالو په لاس راتلل.

د بامیانو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب محمدي وایي، چې هرکال په ټول بامیان کې په کابو ۱۷ تر ۱۸ زره هکټاره ځمکه کې د کچالو کرکېله کیږي، چې تېر کال هم د کچالو د کرکېلي سیمې (۱۷ تر ۱۸ زره هکټاره ځمکه ) وه، خو له بده مرغه د وچکالۍ او کمې اوبو له امله یې حاصلات لږ څه ټیټ وو؛ په ځانګړې توګه د کال په وروستۍ فصل کې یوشمېر سیمې وچکالۍ وځپل. خو سږ کال اوبه پرېمانه ده، ورښتونه ښه وو او دغه راز د کرنې وزارت حمایتي برنامې هم پلي شوي دي نو دې ته په کتو سږکال د حاصلاتو کچه لوړ ده.»

ښاغلي محمدي وویل، «که څه هم د حاصلاتو د راټولولو فصل تر دې دمه پای ته نده رسېدلې، خو د ارزونې او نښو نښانو له مخې تمه ده، چې د بامیانو د کچالو سږنۍ حاصلات به ۳۷۰ زره ټنه وي.»

د کرنې رییس وایي، چې د کرنې وزارت له خوا بزګرانو لپاره د کچالو لوی او واړه زېرمې جوړول هم د یاد کرنیز محصول د تولید د زیاتوالي لامل شوي دي. هغه زیاته کړه، چې دغه زېرمې هر یوه یې په منځنۍ کچه د ۲۰ ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري. هغه دغه راز وویل، چې دغه زېرمتونونه د بامیانو د ۲۰ سلنه کچالو د ساتنې وړتیا لري او اړتیا ده، چې پاتې ۸۰ سلنه نورو ته هم زېرمتونونه جوړ شي.

د ښاغلي محمدي په خبره اوسمهال د «ملاغلام» په څېړنیز فارم کې پر ۳۶ ډوله کچالوو څېړنې کیږي: «په بامیان کې د کچالو ۱۴ نژادونه د بزګرانو په واک کې دي، چې کرل کیږي. د ملا غلام په څېړنیز فارم کې د کچالو پر ۳۶ ډولونو څېړنې کیږي، چې یو یا دوه کاله وروسته به د کچالو هغه ښه او حاصل خیز ډول چې له چاپریال سره توافق ولري بزګرانو ته به ور وپېژندل شي او تکثیر شي.»

د کرنې وزرات په ملاتړ په وروستیو کلونو کې په بامیانو کې د کچالو کرکېله غوړېدلې او ددې ولایت ډېری بزګران د کچالو کرکېلي او تولید ته مخه کړې.

د بامیانو په دېریو سیمو کې د کچالو کرکېله کیږي، خو د مرکز اړونده سیمې او د یکاولنګ او شیبر ولسوالۍ په بامیانو کې د کچالو د تولید له عمده مرکزونو څخه شمېرل کیږي.

د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وایي، چې د بامیانو کابو ۹۰ سله کچالو نورو ولایتونو ته صادریږي. د هغه په خبره د بامیانو د کچالو د پلور ستر مرکزونه، د کابل، شمالي او ختیځو ولایتونو مارکېټونه او دغه راز د هېواد مرکز دی.

په بامیانو ولایت کې نږدې ۵۰ زره بزګران د کچالوو په کرکېله او توليد بوخت دي. بامیان په افغانستان کې د کچالوو تر ټولو لوی مرکز دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالی کې دغنموننداریزه کرونده جوړه شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالی اړوند دګنډه کول په حوزه کې دیادې ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کسانو لخوا د غنمو ننداریزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۲۰
Background image

د روزګان په دهراود ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالۍ ادارې «اف‌اې‌او» په مالي همکارۍ،. . .

بازگشت