بامیان د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدوي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۹:۱۷
بامیان د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدوي
 
۹ وږی ۱۳۹۹
د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې د بې سارې ودې خبره کوي او وایي، چې په دې ولایت کې د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدیږي.
د بامیان دکرنې رییس عبدالوهاب محمدي وایي: «نږدې پنځه یا شپږ کاله کیږي، چې په بامیانو کې د شاتو مچیور روزل دود شوی دی او موږ ۷ تر ۸ د شاتو د تولیدي کوپراټیفونو ټولنې لرو، چې دغه ټولنې د پروسس مرکزونه هم لري.»
په همدې حال کې د یکاولنګ په ولسوالۍ کې د شاتو د پروسس د مرکز مسوول سیداحمدحسین اسلامي وایي، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل شوې، چې په بامیانو کې د شاتو تولید ډېر شي. هغه وویل: «دکرنې وزارت له خوا د شاتو مچیو د پراختیا پروژې له لارې پر موږ د ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د شاتو مچیو روزنې اړونده توکي ووېشل شول. کوم څه چې زموږ لپاره ډېر د ارزښت وړ دي، شیشه یې بوتلونه دي، چې په شیشه یي بوتلونو کې شات په ښه کیفیت سره ساتل کیږي.»
هغه دغه راز زیاته کړه: «موږ دلته دکال درې تر څلور زره کیلو شات پروسسو او موږ د شاتو له نورو روزونکو څخه هم شات راټولولو. داسې چې د کال په پیل کې موږ هغوی ته د هغوی د اړتیا وړ توکي ورکوو او دکال په پای کې بیا له دوی څخه شات اخلو.»
په دې مرکز کې د شاتو پروسس په څلورو پړاوونو کې تر سره کیږي. لومړی د شاتو له کندو څخه اومه مواد د شاتو نوعیت ته په کتو راټول او نمونې ورنه اخیستل کیږي او بیا د ۱۲ تر ۴۸ ساعتونو لپاره په تحویل خونه کې ساتل کیږي. په همدې ترتیب سره په بېلابېلو کیفیتونو او اسټنډرډونو سره شات تولیدیږي.
دغه راز د «ګل زیبا» د کرنیز شرکت اداري مدیر سیدحسین حسیني وايي، چې یاد شرکت څلور ډوله شات تولیدوي. هغه وویل: «موږ څلور ډوله شات لرو، غرنی شات، د رشقې «شبشتې» دګل شات، د سنځلو دګل شات او د شفتلو د ګل شات.»
په ورته وخت کې ددې ولایت د شاتو یوتن روزونکې مرضیه وایي، چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې فارمونه د ودې په حال کې دي. مرضیه وایي لس کال کیږي، چې د شاتو مچۍ ساتې مخکې یې د شاتو یو صندوق مچۍ درلود خو اوس لس صندوقه لري.
مرضیې د کرنې له وزارته وغوښت چې د شاتو مچیو فارم لرونکو ته دې روزنیزې برنامې په لاره واچوي او د شاتو پلور لپاره دې بازارموندنه وکړي.
د بامیانو ولایت په ورس او پنجاب ولسوالیو کې تولید شوي شات، په دې ولسوالیو کې د غرنیو بوټو او ګلانو د شتون له وجې ځانګړی نوم او خوند لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۵۴
Background image

بادغیس کې د لوی اختر په درشل کې د کانګو تبې د مخنیوي عامه پوهاوی؛ سلګونه تبلیغاتي پاڼې پر مالدارانو او قصابانو ووېشل شوې

۴ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۸ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د کانګو تبې ناروغۍ د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه پراخ کمپاین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۴۹
Background image

د کندهار دامان ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره  زرګونه څاروي معاینه شوې

۴ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۸ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت له لورې د کندهار د  دامان ولسوالی مسلخ کې د مالدارۍ مسؤلینو د تېرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۷:۲۲
Background image

کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو


۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت له‎‌خوا، د هالنډ کمېټې په همکارۍ د کانګو. . .

بازگشت