ازبکستاني پلاوی د بلخ ولایت له معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۰:۱۸
ازبکستاني پلاوی د بلخ ولایت له معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه

هغه ازبکستانی پلاوی، چې د یاد هېواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال جمشید ابدزوخروف په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی، د خپل سفر په ترڅ کې یې د بلخ ولایت له هغې معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا جوړه شوې ده.
دغه مسلخ، چې په ځانګړي ډول د مزار شریف ښار د اوسېدونکو لپاره د صحې او باکیفیته غوښې د برابرولو په موخه جوړه شوې، دا مهال د خصوصي سکتور تر مدیریت لاندې فعالیت کوي او خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.
د دې لیدنې په ترڅ کې، ازبکستاني پلاوي وویل، که چیرې د مسلخ کارکوونکو ته د تخنیکي مشورو او روزنو اړتیا وي، دوی چمتو دي اړینې همکارۍ ترسره کړي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
په همدې حال کې، د بلخ ولایت د کرنې رییس، قاري محمد موسی مبین، له ازبکستاني پلاوي مننه وکړه او د غوښې د روغتیا، او د حیواني محصولاتو له لارې د ناروغیو د لېږد د مخنیوي پر اهمیت یې خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې معیاري مسلخې کولای شي د عامې روغتیا په ساتنه کې مهم رول ولوبوي او د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت