ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې په بشپړېدو دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۹:۲۸
ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې په بشپړېدو دي

۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۷۲ نویو کرنیزو پروژو چارې پیل شوې وې، رغنیزې چارې یې ۹۰سلنه بشپړ شوي دي، چې په پلي کېدو سره یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ارزګان ولایت دکرنې رییس احمدشاه خیري وویل، چې دغه پروژې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ترڅنګ ددې ولایت په ولسوالیو کې هم پلي کیږي، چې رغنیزې چارې یې تر یوې اوونۍ بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلی خیري وویل «ارزګان کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ۷۲ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼو لپاره دوه سارک سړې خونې جوړول شاملدي، چې ددغو پروژو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. ددې ترڅنګ پر کروندګرو مېرمنو د مېوو اوسبو ۱۵ لمریز وچوونکي دستګاوې هم ددې پروژې له لارې وېشل شوي دي.»
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۳۰ میلیونه او ۷۹۳ زره او ۲۵۲ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او لس سلنه یې برخمن شوي بزګران ورکوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت