ارزګان کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۹ - ۹:۱۳
 ارزګان کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل شو

۲۸ سلواغه ۱۳۹۸
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نیالګیواېښودو کمپاین پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې سل ګونه زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېښودل شي.
د چارواکو په خبره له دې ډلې ډېر شمېر نیالګي یې د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په قوریو کې تولید شوي، چې د طرزالعمل او لایحې مطابق به یې دولتي ځایونو، عامه المنفعه سیمو، ښوونځیو او مدرسو ته د قید او جمع نه وروسته د ګډ پلاوي په شتون کې ووېشل شي.
د ارزګان د کرنې ریاست چارواکي ډاډ څرګند کړ چې د نیالګیو تر وېشلو وروسته د ساتنې په موخه د ولایت مقام په مشرۍ د چاپېریال ساتنې او شاروالۍ ادارو سره په ګډه ځانګړی میکانیزم جوړوي ترڅو په سمه توګه د نیالګیو ساتنه وشي.
په ورته وخت کې د ارزګان د کرنې ریاست له خوا سږ کال په دې ولایت کې د مېوې نږدې زر جریبه بڼونه هم جوړیږي.
د ارزګان د کرنې ریاست وایي، چې سږ کال به په دې ولایت کې د بېلابېلو مېوو ۷۵۰ تر زر جریبه نوي بڼونه جوړ شي.
د ارزګان د کرنې ریاست د چارواکو په خبره د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې لوی پرمختګ دی.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې ارزګان ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.
د کرنې وزارت له خوا د نوي بڼونو جوړول، د زړو بڼونو بیارغول او پر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل د بڼوالۍ د سکټور د پیاوړتیا او د نوي بڼونو د پېژندنې لامل شوي دي او له دې لارې بزګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت