د کروندګرو د ملاتړ په پار یو ښه ګام

qiam_amin
د کروندګرو د ملاتړ په پار یو ښه ګام

د بزگر اونیزه | دبزگر خبر‌‌ې
په افغانستان کې د کلیوالو سیمو کابو ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او کرنه او مالدارۍ د دغو وګړو په معیشیت کې خورا ارزښتمن رول لوبوي. که څه هم د تېرو لسیزو په جګړو کې د نورو سکټورونو تر څنګ د کرنې او مالدارۍ سکټور هم خورا ډېر زیانمن شو خو له څو کلونو راهېسې حکومت، ښکېلو اړخونو، بزګران او مالداران ډېرې هڅې کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور بیا را ژوندۍ کړي.
 افغان حکومت غواړي چې د کلیوالو سیمو د اقتصادي وضعیت ودې ته ډېره پاملرنه وکړي او دغه کار یې په خپل لومړیتوبونو کې نیولی دی. په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د مالدارۍ او کرنیزو توکو د پروسس په برخه کې ډېر ټینګار کېږي، ځکه چې دواړه برخه د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي.
خو په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا او پیاوړتیا په پار د یادو سکټورونو په برخه کې د ښکېلو کسانو او په ځانګړې توګه بزګران مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري.
ډېری افغان بزګران بېوزله دي او نه شي کولای، چې په خپلو کروندو او محصولاتو پانګونه وکړي، ترڅو کال تربله یې دحاصلاتو او عوایدو کچه لوړ شي.
د یوشمېر افغان بزګرانو حالت دومره نازک دي، چې حتا د خوړو کموالي سره مخامخ دي. د خوړو کموالۍ په دې مانا دی، چې یاد شمېر بزګران، دتغذیې امکانات نه لري او په همدې توګه په کافي اندازه خواړه نه خوري. کله چې په کافي انداز خواړه نه وي، د خوړو خوندیتوب او د خوړو تنوع، چې په یو هېواد کې انسانانو لپاره د تغذیې د وضعیت د ښه کولو نور پړاوونه دي، د یاد شمېر خلکو په منځ کې نشته، ځکه دوی یوازې دومره کولای شي، چې په سخته خپل د ژوند لګښتونه پوره کړي.
د بېوزله بزګرانو د ملاتړ او د دوی د تولیداتو د زیاتوالي په پار پراختیايې برنامې او په ورته وخت کې د نړیوالو بنسټونو په کوښښونو سره په دې برخه کې دکرنې وزارت هلې ځلې روانې دي. همدا څو ورځې وړاندې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کرنې د پراختيا صندوق «ADF» اعلان وکړ، چې بزګرانو او کرنیزو متشبثینو لپاره د پور ورکونې شرایط تر پخوا لا ډېر اسانوي، ترڅو بزګران په اسانه او کم وخت کې کرنیز پورونه تر لاسه کړي.
د هرې اقتصادي برخې او بنسټ د پرمختګ له پاره د پور وېش یوه اړینه چاره ده، او په نړۍ کې له پخوا راهیسې دود دی او پخوانی مخینه لری. هر شرکت او نهاد چې وغواړي ژر او په موثره توګه خپلې چارې سر ته ورسوې اړتیا لري، چې پور واخلي.
دکرنې وزارت هم د افغانستان دکرنې پراختیا صندوق «ADF» په همکارۍ افغان بزګرانو ته پورونه ورکوي.
 د افغانستان د کرنې د پراختیا صندوق د خپل کار له پیل څخه تر دې دمه اغېزناکې فعالیتونه تر سره کړي دي او ډېرو بزګرانو سره یې مرستې کړي دي.
یاد صندوق د خپل فعالیت له پیل څخه تر دې دمه څه باندې ۱۸ سوه میلیونه افغانۍ پورونه ورکړي دي. یاد پورونه د ډېرو بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي لامل شوې او د دوی اقتصادي وضعیت ورسره ښه شوې او د کرنې پراختیا ته یې زمینه برابره کړې ده.
د کرنې پراختیا د دولت عمده موخه ده، د دولت مشرتابه د کرنې پر پراختیا ډېره پاملرنه لري او په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
د بزګرانو کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لري، نو باید دوی سره مالي او تخنیکي مرستې ووشي.
که چېرې د بزګرانو لپاره مسلکي معلومات، د اړتیا وړ مالي ملاتړ او بازار ته د هغوی د لاسرسي لپاره آسانتیاوې برابرې شي، پرته له کوم شک څخه دوی کولای شي، چې په خپلو پښو ودرېږي او د کرنیزو تولیداتو په برخه کې هېواد پر ځان بسیا کړي.