پکتیا کې د چهارمغزو ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې

naim.rezai
Wed, Jun 09 2021 1:51 PM
پکتیا کې د چهارمغزو ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې یې د چهارمغزو ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه هڅې ګړندي کړي او په دې وروستیو دوو کلونو کې یې ۱۰۷ زره د چهارمغزو نیالګي یوازې د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت(FAO-GEF) پروژې له لورې کېنولي دي، چې په مټ یې ۵۳۵ هکټاره تخریب شوي ځنګلونه بیا رغول شوي دي.
د پکتیا دکرنې رییس انجنیر محمد دین مومند وایي، چې د یادې پروژې له خوا په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې تېر کال ۵۲ زره او سږ کال ۵۵ زره د چهارمغزو، پنځه زره د لمنځې او ۱۱۰۰ د جلغوزیو نیالګي کېنول شوي دي.
ښاغلی مومند، په یادو ولسوالیو کې د چهارمغزو کېنول د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا لپاره یو بنسټيز او مهم ګام یادوي او وایي، چې د یادې پروژې له خواو د ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوي په موخه ۴۰۰ نارینه او ۲۴۰ ښځو ته د ځنګلونو د ښه مدیریت په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوي دي او دغه راز ۱۰۰ ښځینه بزګرانو ته د بادامو بڼونه او ۱۰۰ اړمن کورنیو ته د کورنیو چرګانو فارمونه جوړ شوي او همدا ډول پر ځنګلونو د فشار کمولو په موخه ۲۹۵۵ اصلاح شوي نغري هم وېشل شوي دي.
د پکتیا دکرنې ریاست وایي، ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې ډېروي، ځکه ځنګلونه له یوه پلوه چاپېريال پاک ساتي، د سېلابونو مخه نيسي او د وحشي ژوو کورونه په خپله غيږ کي لري او د بل پلوه د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي اوهم زموږ لپاره پاکه او تازه هوا برابروي. همدا راز ځنګلونه د ژوند ارزښت لرونکي اړتیاوې هم برابره وي، چې په ګڼو برخو لکه د سون لرګیو، ودانیزو چارو، د مېوو او نورو فرعي محصولاتو په توګه ترې کار اخېستل کیږي، چې دا ټول د انسانانو او وحشي حیواناتو د ژوند کولو لپاره خورا اړین دي

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS