د وطني مالټو د تولید زیاتوالی ددې محصول د وارداتو د کچې د ټیټېدا لامل

mail-admin
Sat, Dec 19 2020 2:28 PM
د وطني مالټو د تولید زیاتوالی ددې محصول د وارداتو د کچې د ټیټېدا لامل


دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
په ختیځ زون کې ننګرهار او کونړ د افغانستان د سټرسو لوی تولیدونکیولایتونه دي، چې هوا او ځمکه یې د سټروسو نیالګیو ته جوړه او مناسبه ده او په یادولایتونو کې د سټروسو «مالټې، نارنج او لیمو» بڼونه ډېر دي.
د ننګرهار او کونړ ولایتونو د کرنې ریاستونوچارواکي وایي، چې په یادو ولایتونو کې په زیاته اندازه د مالټو بڼونه جوړ شوي دي چې سږ کال یې د مالټو د تولید کچه نږدې شپږ زره او ۶۰۰ ټنو ته رسیږي.
د چارواکو په خبره، ننگرهار کې د مالټو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی، چې ورسره سږ کال د ننګرهار ولایت د مالټو د حاصلاتو کچه  څه باندې پنځه زره او ۶۰۰ ټنو ته راسیږي.
د ننګرهار په ولایت کې د مالټو یوزر او ۳۵۰ هکټاره بڼونه شته دي. ددې بڼونو ۸۰۰ هکټاره یې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې دي او ۵۵۰ هکټاره یې د ننګرهار کانال اړوند بڼونه دي.
په همدې حال کې په کونړ کې هم د مالټو د حاصلاتو کچه لس سلنه زیات شوي دي. تېرکال د کونړ د مالټو حاصلات ۸۹۸ ټنه وه خو سږکال ۹۸۸ ټنو ته رسېدلي دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS