د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پروژې له خوا د کچالو ۳۸۸ زېرمتونونه جوړ شوي دي

mail-admin
Wed, Nov 11 2020 3:52 PM
۳۸۸ ذخیره‌گاه کچالو توسط پروژه انکشاف زنجیره‌ ارزشی باغداری ساخته شده است


۲۱ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د کچالو ۳۸۸ زېرمتونونه د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې جوړ کړي دي.
دغه زېرمتونونه چې د هېواد په اوو ولایتونو کې جوړل شوي دي، رغنیزې چارې یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا  پروژې له خوا تر سره شوي دي. ددغو زېرمتونونو لویه برخه بشپړ شوي او یوازې د پنځه سلنه هغو چارې پاتې دي.
دغه زېرمتونونه هر یوه یې د ۱۲تر۱۵مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري، چې د رغولو ټولیز لګښت یې ۲۳۷میلیونه او ۸۱۹زره او ۴۳۲ افغانۍ ده. ددې لګښت ۸۰ سلنه د کرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور یې د برخمن شویو بزګرانو له خوا ورکړل شوي دي.
ددغو زېرمتونونو په ګتې اخیستنې سره نږدې پنځه زره مټریک ټنه کچالو زېرمه کیږي.
دغه زېرمتونونه د کابل، بامیان، غزني، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا او لوګر په ولایتونو کې جوړ شوي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS