د افغانستان په ۳۴ ولایتونو دغواوو دمصنوعې القاح استیشنونه جوړشوې دي

mail-admin
Sat, Oct 31 2020 1:55 PM
د افغانستان په ۳۴ ولایتونو دغواوو دمصنوعې القاح استیشنونه جوړشوې دي


دهقان (بزګر) اوونیزه/ عبدالواسع خانزاده
د لومړي ځل لپاره دمصنوعي القاح په ۱۳۸۰یم کال کې په سپیو باندي دیوايټالوي فزیالوجیست لخوا ترسره شوه. په ۱۳۹۹یم کال کې د شوروي اتحاد یو څېړنپو مصنوعي القاح په مرغانو، اسب، غواوو او میږو پلي کړه. بېل اخیره دمصنوعي القاح کلېمه په ۱۹۱۴م کال کې په سپیو او په ۱۹۳۸م کال کې په غواووعملي شوه. افغانستان کې د لومړي ځل لپاره مصنوعي القاح د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې رامنځته او د شل تنه مسلکی پرسنول په درلودلو سره یې فعالیت پیل کړ. په ۱۳۴۲ه ل کال کې په ځينو ولایتونو کې دمصنوعي القاح کړنه د مایع سپرم په بڼه پیل شوه. په ۱۳۶۲ه ل کې، په دارالامان کې دمصنوعي القاح پروژه ، چې د۲۰ غواګانو، فریز، جرسي ، براون سویس او د مایع سپرم سیسټم اشغالولو وړتیا یې درلوده فعالیت پیل کړ او تر ۱۳۷۰یم کال  پورې یې دوام وکړ. بدبختانه، د اویایمې لسیزې له پرمختګونو وروسته ، د هغې ټول تجهیزات او فعالیتونه له منځه یوړل شول.
د کرنې او بولګولو او مالداري وزارت د مالدارۍ ریاست چارواکې وایې په ۱۳۷۷یم کال کې د F.A.O موسسه په مرسته، د مایع او کنګل شوي نطفې سیسټم په کابل او یو شمیر ولایتونو کې بیا فعالیت پیل کړ خوشبختانه په ۱۳۸۴یم کال کې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت لپاره د فرانسې د حکومت د همکارۍ دفتر په مالي مرستې، د سپرم کنګل شوې تجهیزات نصب او بسته بندي شول، چې په ۱۳۹۶یم کال کې یاد لابراتوار له ګذرګاه څخه د بنیحصارنسل نېونې کمپلیکس ته، چې د فرانسې د حکومت د همکارۍ دفتر په مالي مرسته جوړ شوی وه انتقال شوو. د فرانسې د حکومت د همکارۍ دفتر په مرسته، (۸) بهرني نسل لرونکي جرسي، مانټي بلیارډ، برینسویس او هولشتین فریز غویان و پېرل شوي او  او په دې مرکز کې ځای په ځای کړای شوې چې په دې مرکز کې د هلشتین فریز، جرسی، برینسویس و مونت بلیارډ د نسلونو (۲۰) غواګانې شتون لري ، چې له هغې جملې څخه یې (۱۳) فعاله، چې په اونۍ کې دوه ځله نطفه ترې اخیستل کیږي اوپه کلني ډول ۲۰۰۰۰۰ ډوز سپرم پروسس او کنګل کوي چې د مصنوعي القاح لپاره مرکز او ولایتونو ته لیږل کیږي.
د مالدارۍ د خدماتو ریاست د نسل نېونې د پراختیا ډیپارتمنت آمر ډاکټرمحمد ایوب احدي وایې دم ګړۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مصنوعي القاح  ۴۱۹ دولتي او غیری دولتی استیشنونه فعالیت کوي چې له دې جملې څخه یې ۱۵۶ استیشنونه سیار او ۲۶۳یې په ثابت ډول کړنې ترسره کوي. ښاغلي احدي په وینا مصنوعي القاح د اقتصادي ودې او خوندیتوب لپاره د نسل اصلاح او نسل ورکولو له لارې د اصلي څارویو د تولید کچه زیاتوي. د خوړو او چاپیریال ساتنې په مقصد، د څارويو د نسل نېونې نوي سيستمونو ته وده ورکوي. د محلي حیواناتو وړتیا او جنیتکی پوتنشل لوړوي، د ریکتو وجینال په واسطه د شېدولرونکوغواوو د مصنوعې القاح اصلاح، په ساحه کې د غواګانو د تناسلي سیستم له لارې د مرضونو مخه نېسي او په هېواد کې د نسل نېونې منظم ریکارډ جوړولو په موخه له مصنوعې القاح څخه استفاده کیږي.
د مصنوعې القاح میتودونه
1. په اندامونو کې د سپرم خوشې کول چې پدې ډول سره د نسل نېونې چانس کم دی.
2. د سپیکولم او Catheter په وسېله القاح کول، چې دا طریقه هم په پریمانه ډول د استفادې وړنده.
3. د ریکتو وجینال په ډول مصنوعې القاح (القاح د سروکس په آخر کې یا د رحم په بدن کې دننه کیږي دا میتود خورا مشهوردی او دا مهال د نړۍ په ډیری برخو کې کارول کیږي. لومړی او دوهم میتودونه پدې وخت کې د استفادې وړ نه دي.
د مصنوعې او طبیعي القاح تفاوت
په عمومي ډول د مصنوعې القاح له لارې په کلني ډول یو غویی په اوسط ډول له (۱۵ تر۲۰) زره غواوي القاح کوي مګرپه طبیعې ډول یو غویی په کلني ډول له (۵۰ تر ۱۰۰) غواووی القاح کولایشي، په طبیعې ډول یو غویی فارم کې د ساتلو لپاره نسبت مصنوعي القاح  ته غیري اقتصادي تمامیږي، د مصنوعي القاح په سیستم کې د مرضونو د انتقال مخنیوی کیږي، مګر د طبیعې القاح له لارې یو او بل ته په اسانې سره مرض انتقالیږي، د مصنوعې القاح په مرسته د نسل نېونې منظم ریکارډ او راجستریشن کېداشي. خو په طبیعي ډول د منظم ریکارډ نېول ناشونی ده او په مصنوعې القاح کې د غوا جسامت ته په کتلوسره سپرم ټاکل کیږي. خو په طبیعې القاح کې دا کړنه، نه مراعت کیږي.
د نسل نېونې د پراختیا ډیپارتمنت آمرډاکټرمحمد ایوب احدي په وینا د بنحصار نسل نېونې په مرکزکې (۲۰۰۰۰۰) ډوز سپرم په کنګل شوې ډول پروسس کیږي او د مصنوعي القاح د تکنیشن لپاره د هېواد ۲۷ ولایتونو ته لیږدول کیږي، د یاد مرکز تولید په کلني ډول ۳۰۰سوه زره ده او د دې ترڅنک ځینې مرستندویه  موسسې او خصوصي سکتور د مالدارۍ د خدماتو ریاست په اجازه یوه اندازه کنګل شوی سپرم له بهر څخه هېواد ته صادروي او په مختلیفو ولایتونو کې د نسل نېونې د اصلاح په موخه ویشل کیږي، چې په عمومي ډول په ټول هېواد کې په کلني ډول له (۲۵۰ تر ۳۰۰) سوه زره غواووي په مصنوعي توګه القاح کیږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS