پکتیا کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو درې زره کیلو پیاز ووېشل شو

content_admin
Thu, Aug 27 2020 11:28 AM
پکتیا کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو درې زره کیلو پیاز ووېشل شو
۶ وږی ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په کډون دیاد ولایت د سیدکرم، ګرده څېړی او وزي ځدران ولسوالیو پر ۴۰ بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو درې زره کیلوګرامه پیاز او تقویتي سرې وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین موموند وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز په کډون د پکتیا د سیدکرم، ګرده څېړی او وزي ځدران ولسوالیو پر۴۰ مخکښو بزګرانو د زعفرانو درې زره کیلوګرامه پیاز، ۸۰۰ کیلو ګرامه توره سره او ۸۰۰ کیلو ګرامه سپینه سره وېشل شوي دي. ښاغلی مومند وویل، چې په دې پروګرام کې هر یوه بزګر ته د زعفرانو ۷۵ کیلوګرامه پیاز، ۲۰ کیلو ګرامه توره او ۲۰ کیلو ګرامه سپینه سره ورکړل شوي دي.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د پکتیا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS