لوګر کې د کوچیانو د اقتصاد د پیاوړتیا په پار هڅې

mail-admin
Wed, Aug 12 2020 9:16 AM
لوګر کې د کوچیانو د اقتصاد د پیاوړتیا په پار هڅې
 
۲۲ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د (DCA / CLAP) پروژه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د نورو چوپړونو ترڅنګ په هېواد کې دمېشتو کوچیانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار هم هلې ځلې کوي.
د دغو هلو ځلو په دوام داځل د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د سرخ آباد په کلي کې د کوچیانو د ښځینه سپما ګروپ لپاره ۱۵ پسونه اخیستي دي. دغه پسونه به له درېوو میاشتو ساتلو او چاغولو وروسته پلور ته چمتو کیږي او دغه پسونه له یادو کورنیو څخه په لوړه بیه پېرل کیږي، چې له یوې خوا کوچیان له بې روزګارۍ څخه وژغورل شي او هم یې اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابره شي.
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په سرخ آباد کې مېشت کوچیان له دې برنامې څخه د هرکلۍ ترڅنګ د کرنې وزارت له چوپړونو څخه مننه او قدرداني وکړ.
د کرنی وزارت، د کلپ - کوچې پروژې له لارې کوچيمالدارانو ته د مالدارۍ د پراختیا په موخه ګڼ خدمات وړاندی کیږي تر څو د دوی په کړنو کې په بدلون سره د څارویو حاصلات زیات او په کوچي ټولنه کې د بېوزلۍ کچه ټېټه شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS