ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د خوسکیو وېش

mail-admin
Wed, Mar 04 2026 10:46 AM
ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د خوسکیو وېش

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار مؤسسې له لورې د ننګرهار په هسکه مېنه، کوټ او روداتو ولسوالیو کې ٢٠٠ بې وزله کورنیو ته د څه باندې ١٥.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ورکړل شوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د ډاکار مؤسسې لخوا ١٢٠ مېرمنو او ٨٠ بي وزله نارینوو ته دوکلنې خوسۍ د کور د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه ورکړل شوي.
ښاغلي محمد زیاته کړه، چې ٨٠ تنو نارینوو ته یوه خوسۍ او دوه بوجۍ متراکمه خوراکه ورکړل شوه او مېرمنو ته د څارویو د علفي لپاره د رشقي تخم ، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایلو ترڅنګ خوسۍ او متراکمه حیواني خوراکه هم ورکړل شوه.
د ډاکار مؤسسې د ختیځ زون مسؤل انجنیر خان اغا شینواري د ننګرهار د کرنې رییس څخه ځانګړي مننه وکړه، چې د پروژو په تطبیق کې ورسره پوره همکاري کوي. نوموړې وویل، چې د خوسکیو د وېش موخه د بې وزله کورنیو لاسنیوی، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او په ټوله کې د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
ښاغلي شینواري زیاته کړه؛ تېرکال هم د ډاکار مؤسسې له لورې ننګرهار کې سلګونو بې وزله کورنیو سره د یو کلنو خوسکیو مرسته شوې وه.


در ولایت ننگرهار بر ده‌ها خانواده گوساله توزیع شد
۱۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار با همکاری مؤسسه داکار، برای ۲۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های هسکه‌مینه، کوت و رودات گوساله‌های دو ساله آبستن به ارزش بیش از ۱۵.۵ میلیون افغانی توزیع کرده است.
مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که از سوی مؤسسه داکار، برای ۱۲۰ زن و ۸۰ مرد نیازمند گوساله‌های دو ساله به هدف تأمین نیازهای اولیه خانواده‌ها توزیع شده است.
وی افزود که برای ۸۰ تن از مردان، یک رأس گوساله همراه با دو بوجی خوراک متراکم داده شده و برای زنان نیز علاوه بر گوساله و خوراک متراکم حیوانی، تخم رشقه، کودهای کیمیاوی و وسایل زراعتی به منظور تهیه علوفه حیوانی توزیع گردیده است.
همچنان انجنیر خان آغا شینواری مسئول زون شرق مؤسسه داکار، از همکاری‌های ریاست زراعت ننگرهار در تطبیق پروژه‌ها قدردانی کرده و گفت که هدف از توزیع گوساله‌ها، حمایت از خانواده‌های نیازمند، تقویت سکتور مالداری و بهبود مصونیت غذایی می‌باشد.
وی اضافه کرد که سال گذشته نیز از سوی مؤسسه داکار، برای صدها خانواده نیازمند در ننگرهار گوساله‌های یک‌ساله توزیع شده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS