د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

mail-admin
Mon, Dec 15 2025 3:30 PM
هیئت عالی‌رتبه وزارت زراعت از پروژه‌های ساختمانی و آبیاری در کندز نظارت کرد

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه په دې ولایت کې د  کرنې وزارت له لوري د روانو ودانیزو او کرنیزو پروژو څارنه او ارزونه ده، څو دغه پروژې په ټاکلي وخت، معیاري ډول او د بودجې د مؤثرې استفادې له اصولو سره سم پلي شي.
مولوی عبدالمجید مبارک د کندز ولایت د سفر پر مهال ټینګار وکړ چې دوامداره څارنه او ارزونه د کرنې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، ځکه دا چاره د پروژو د کیفیت لوړولو، پر وخت تطبیق او د مالي سرچینو د سم مدیریت لامل ګرځي. نوموړي زیاته کړه، چې دکرنې وزارت ژمن دی، څو ټولې ودانیزې او کرنیزې پروژې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ او د شفافیت له اصولو سره سم عملي کړي.
په همدې لړ کې، د کرنې وزارت د تدارکاتو رییس د امام‌صاحب ولسوالی د زهکښۍ پروژې ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دغه پروژه به د اوبو لګولو سیستم په ښه کولو، د سطحې اوبو د راټولېدو د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د حاصلخېزۍ په زیاتولو کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي. د نوموړي په وینا، د یادې پروژې عملي کېدل به د کروندګرو اقتصادي وضعیت ته هم مثبته اغېزه ولري.
په ورته وخت کې، د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د کرنې وزارت د پلاوي هرکلی وکړ او د پروژو د تطبیق په برخه کې یې د کرنې وزارت دوامداره ملاتړ وستایه. هغه د یادو پروژو د لا ښه پرمختګ لپاره د ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ولایتي اداره به د وزارت له تخنیکي ټیمونو سره بشپړه همغږي ولري.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت دا ډول څارنیز سفرونه د دې لپاره ترسره کوي، څو په ولایتونو کې روانې پروژې له نږدې وڅاري او د هر ډول ستونزو د حل لپاره پر وخت لازم ګامونه پورته کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS