ننګرهار کې ۶۴۲ کورنیو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

content_admin
Wed, Dec 25 2019 2:34 PM
 ننګرهار کې ۶۴۲ کورنیو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۴ مرغومی ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د بڼوالۍ د پراختیا ملي موسسې « ANHDO» په همکارۍ ددې ولایت د ښېوې، ګوشتې او کامې ولسوالیو له ۶۴۲ ښځینه او نارینه و سره د کرنیزو توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو مرستو ټولیز ارزښت ۹.۲ میلیونه افغانۍ ده، چې «کورنۍ ننداریزې باغچې، د چرګانو روزنې اړونده توکي، شنې خونې، د سیمه ییزو تخمونو تولید، د اوبو د سپما ټکنالوژۍ او د پروسس او حفظ الصحې» اړونده توکي په کې شامل دي.
دغه مرسته شوي توکي د ښېوې، ګوشتې او کامې ولسوالۍ پر ۶۰۰ ښځینه او ۴۲ نارینه و وېشل شوي دي.
د یادو توکو په وېش غونډه کې د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې په دې چارې سره به ښځې په کور دننه ځان ته کارو بار ( سوداګرۍ) جوړ کړي، چې له یوې خوا به د دوی د خوړو خوندیتوب ته زمینه برابره شي او له بلې خوا د دوی د کورنۍ اقتصاد پیاوړي شي.
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر محمد ضمیر بهسودي ددغه مرستو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په دې چارو سره به کورنۍ پر ځان بسیا شي.
په همدې حال کې له دغو مرستو څخه برخمن شوي مېرمنې او نارینه د کرنې وزارت له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې ددغو توکو په ترلاسه کولو سره به د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګرانې ته په کورنیو باغچو کې د سبو او ترکاریو د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده.
له یادو مرستو څخه موخه د بېوزلو مېرمنو ملاتړ او د بزګرو کورنیو د عوایدو زیاتول دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS