د کندز د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د شمال ختیځ زون مشر سره وکتل

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د شمال ختیځ زون مشر خیرالله توران سره ولیدل.
په دې لیدنه کې مولوي نیاز محمد عابد د میلمنو هرکلی وکړ او د کرنې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا، د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ، په ولسوالیو کې د پراختیایي پروګرامونو د پلي کېدو او د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، چې د دغو همکاریو له لارې به د کرنې خدمات لا ښه او د محلي ظرفیتونو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د شمال ختیځ زون مشر خیرالله توران د کرنې ریاست له هرکلي او همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پایدارې پراختیا لپاره به له دغه ریاست سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
یاده لیدنه په دوستانه فضا کې ترسره شوه او موخه یې په کندز ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لپاره د ګډو همکاریو پیاوړتیا وه.