د خوراکی توکو د ټیکاو او استراتیژیکو زیرمو ریاست

mail-admin

پیژندنه:

د خوراکی توکو د ټیکاو او استراتیژیکو زیرمو ریاست :
د خوراکی توکو د ټیکاو او استراتیژیکو زیرمو ریاست د ا.ا.ج دولت د پالیسی په اساس او د وزیرانو شورا د  (39) ګڼی  مصوبی او 17/10/1386 نیټی پریکړی له مخی جوړ شو. افغانستان د هغه هیوادونو له جملی څخه دی چی د خوراکی موادو له کمښت څخه اغیزمن او د وچی سره کلابند دی، حتی په هغه کلونو کی چی ورښت په کافی ډول وی بیا هم افغانستان یواځی د 90 سلنه خوراکی توکو د تولید جوګه دی.
د نړی په ډیری هیوادونو کی د سیاسی ، جغرافیائی او اقتصادی شرایطو سره سم د 5 څخه تر 20 سلنه زیرمه غله جات د خپلو وګړو لپاره لری. له همدی کبله افغانستان هم 10 سلنه  د غلودانو زیرمه د وګړو په پرتله چی (550) زره ټنه کیږی باید په خپلو زیرمتونونوکی ولری.

د خوراکی توکو د ټیکاو او استراتیژیکو زیرمو ریاست لیدلوری:
 د نیمه خپلواکه اداری درلودل له سیلوګانو ، زیرمتونونو سره او 10 سلنه غله جات زیرمه کول دهیواد د وګړو کلنی مصارف.
•    په پیړنی  حالت کې زیان منو خلکو ته بیړني ځواب وینه.
•    د خوراکی توکو د نرخ ښکته او پورته کیدلو مخنیوی (په مارکیټ کی مداخله)
•    د غلو دانو د رفع حاصل په وخت کی د ضایع  کچې ټیټول.
•    د تولید توکو (وسایل) د پلورلو مخنیوی.
•    د خلکو باور په دولت باندی.
•    د ډیرو بزګرانو جلبول د غلو کښت ته او د مخدره توکو د کښت کمول.
د پراختیائی پروژو په برخه کی د 1397 تر 1398 کال پوری.
•    د یو 3000 ټنه زیرمتون جوړیدل په بشپړه توګه ورسره دوه اداری خونی په پکتیا ولایت کی په 1397 کال کی.
•    په 1397 کال کی د یوه زیرمتون 30 سلنه چارو پرمختګ په پنجشیر ولایت کی.
•    د ویالی ایستل او د 5000 ټنه  زیرمتون د مخی ډکول د بلخ ولایت د کرنی په ریاست کی چی کار یی په بشپړه توګه ترسره شویدی.
•    په 1398 کال کی د یو 5000 ټنه زیرمتون او ورسره د انګړ دیوال، دوه د اداری خونی ، یو تشناب ورسره د سپتیک څاه، د یوی ژوری څاه ایستل او د یوه پلچک جوړیدل او جغل اچولو چاری په بشپړه توګه د فاریاب په ولایت کی سرته رسیدلی.
•    د بلخ ولایت د زیرمتون دروازی جوړیدل او نصبول چی کار یی په بشپړه توګه تکمیل شویدی.

د غلو دانو آمریت په برخه کی:
لاسته راوړنی:
د غنمو او نخودو د ساتنی په برخه کی:
    40 زره ټنه  د پاکستان د مرسته شویو غنمو د تورخم له لاری رالیږدول او د (مرکز سیلو، نورستان ، دایکندی او خوست) ولایتونو زیرمتونونو کی ځای په ځای کیدل چی چاری یی په بشپړه توګه تکمیل شویدی.
    په 1397 کال کی د (252506) ټنه غنمو د هیواد په 25 ولایتونو کی په سمه توګه ساتنه او پالنه شویده.
    په 1397 کال کی د هندوستان هیواد (1992) ټنه دال نخودو د هیواد په 6 ولایتونو کی (مرکزی سیلو، هرات سیلو، کندهار سیلو، غزنی ، زابل او نیمروز) ولایتونو زیرمتونونوکی په سمه توګه ساتنه او پالنه شویده.
    په 1398  کال کی د (65299) ټنه غنمو د هیواد 16 ولایتونو زیرمتونونوکی ساتنه او پالنه شویده .
    په 1398 کال کی د هندوستان هیواد (1859) ټنه دال نخودو د هیواد په 5 ولایتونو کی (مرکزی سیلو، هرات سیلو، کندهار سیلو، غزنی او زابل) ولایتونو زیرمتونونوکی په سمه توګه ساتنه او پالنه شویده.

د غنمو او نخودو د ویش په برخه کی:
•    په 1397 کال کی د اړونده چارواکو د حکمونو له مخی (187207) ټنه خوراکی غنم (1872071) زیانمو او اړمنو کورنیو ته د هیواد په (28) ولایتونو کی ویشل شویدی.
•    په 1398 کال کی د اړونده چارواکو د حکمونو له مخی (46525) ټنه خوراکی غنم (465256) زیانمو او اړمنو کورنیو ته د هیواد په (20) ولایتونو کی ویشل شویدی.
•    په 1398 کال کی د اړونده چارواکو د حکمونو له مخی (133) ټنه نخود (6651) زیانمو او اړمنو کورنیو ته د هیواد په (3) ولایتونو کی ویشل شویدی.
•    تر 23/9/1398 نیټی پوری  د هیواد په 10 ولایتونو کی ټولټال (21631) ټنه غنم او همدارنګه  په (5) ولاتونو کی ټولټال (1859) ټنه نخود زیرمه او شتون لری.

د 1397 او 1398 کلونو حسابونو د تصفیی په برخه کی:
•    د مالی پلان او د 1397 تر 1398 کال پوری د بلخ او پلخمری سیلوگانو تشکیل طی مراحل کول د منظوری لپاره مالی او اقتصاد وزارتونو ته.
•    د 1397 او 1398 کلونو د تعیناتو د منظوری اخستل د اړونده چارواکو څخه او د هغه لیږل د پلی کیدو په موخه تصدیانوته.
•    د سیلوګانو دولتی شرکت ته اړولو طرحی جوړول کوم څیزونه چی د سیلوګانو ته اړوند کیدل ور زیات شول او د مالی محترم وزارت ته ولیږدول شو.
•    د تصدیګانو د متقاعدینو د ترفیع او سجل طی مراحل کول.

د بیړنیو پیښو د همغږی او ډیتابیس آمریت  په برخه کی:
•    د کرنیزو خساراتو او تلفاتو ارقام ټولول (زراعتی ځمکی، د میوه لرونکو او نه لرونکو ونو، د څاریو تلفات او نوری بیړنی پیښی د هیواد ولایتونو څخه.
•    د بیړنیو پیښو سره د مبارزی اداری او نورو نهادونو ، بنسټونو او موسسو په جلسو کی په دوامداره توګه ګډون او د ارقامو شریکول او د دغی آمریت د یوه کس معرفی د فوکل پاینټ په توګه د مرکز سوق او اداری اضطرار چی په اونی کی یو او یا دوه ځلی د پیښو سره د مبارزی په چارو کی د دولت محترم وزارت کی ترسره کیږی په دوامداره توګه ګډون.
•    د بیړنیو پیښو د اړمنو او زیانمو اسنادو راټولو او اړونده چارواکو ته د مرستی په موخه لیږل او د  احکامو پلی کول.


د خوراکی توکو د ټیکاو (مصئونیت غذایئ)  آمریت  په برخه کی:
•    د کرنی وزارت چی د Food Security and Nutrition (FSN) Strategy اصلی پلی کونکی دی د خوراکی توکو د ټیکاو آمریت د دغی کړندلاری یو فعال غړی دی او په ټولو غونډو او اجرائیوی پلانونو کی گډون لری.
•    د IPC په ورکشاپ کی ګډون د 24 ولایتونو د خوراکی توکو تجزیه او تحلیل په اړه .
•    د لمړنیو خوراکی توکو د بیو معلومات راټولول له ټولو ولایتونو څخه د احصائیه او مارکیټ ریاست لخوا.
•    د ورښتونو ورځی راپور اخستل له ټولو ولایتونو څخه د احصائیه او مارکیت ریاست لخوا.
•    
د 1399 کال کاری او عملیاتی پلان:
•    د پکتیکا ولایت 5000 ټنه د استراتیژیکو زیرمو زیرمتون 20 ٪ پاتی کار بشپړیدل.
•    د پنجشیر ولایت 3000 ټنه د استراتیژیکو زیرمو زیرمتون 70 ٪ پاتی کار بشپړیدل.
•    په فراه ولایت کی د یوه 5000 ټنه نوی غلو دانو زیرمتون جوړیدل.
•    د هیواد بزګرانو اضافی 10000 ټنه غنمو پیرودل .
•    د هندوستان هیواد مرسته شوی 100 زره ټنو غنمو ساتل د (بلخ ،پلخمری، کابل او هرات سیلوګانو کی او همدارنګه د هرات او کندهار زیرمتونونوکی.
•    د هندوستان هیواد 75 زره ټنه نوی مرسته شویو غنمو هیواد ته رالیږدول، د مرکز ،پلخمری ،هرات او کندهار سیلوګانو کی ځای په ځای کول او ساتل.
•    د غنمو او نخودو ویش د اړونده چارواکو له احکامو سره سم.