د ننګرهار په خوګیانو کې پر ۴۸ ښځینه کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوې

mail-admin
Wed, Jul 31 2019 1:53 PM
د ننګرهار په خوګیانو کې پر ۴۸ ښځینه کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوې

۹ زمری ۱۳۹۸
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې ددې ولایت په خوګیانو ولسوالۍ کې پر ۴۸ ښځینه بزګرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشلي دي.

د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وايي؛ د شنوخونو اړوند دغه وېشل شوي ۱۳ توکي، چې د کرنې ریاست په هلو ځلو د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا پر دغو مېرمنو وېشل شوي دي په کې «دواپاش، کراچی، بېلچه، رمبه، قیچي، اوبه پاش، دست کشې، د تخم شیندلو پتنوسونه او داسې نور اړین توکي» شامل دي.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه له دغو مرستو څخه برخمن شوي مېرمنې د کرنې وزارت له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې ددغو توکو په ترلاسه کولو سره به د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.
د ننګرهار د کرنې رییس وایي له دغو توکو څخه برخمن شوي بزګرانې ته په کورنیو باغچو کې د سبو او ترکاریو د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده.
له یادو مرستو څخه موخه په دې ولایت کې د شنوخونو دودول د بېوزلو مېرمنو ملاتړ او د بزګرو کورنیو د عوایدو زیاتول دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS