دکرنې او مالدارۍ مرستيال د حيواني محصولاتو د واردوونکو ټولنو سره وکتل

user-admin
Wed, Oct 13 2021 3:52 PM
دکرنې او مالدارۍ مرستيال د حيواني محصولاتو د واردوونکو ټولنو سره وکتل

۲۱تله ۱۴۰۰
دا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، د چرګانو غوښې د واردوونکو شرکتونو له يوشمېر چارواکو سره وکتل.
په دې ليدنه کې د ملي سوداګرو پر ستونزو، د سوداګريزو توکو په ځانګړې توګه د حيواني توکو ترانزیت، مالیه، د حيواني محصولاتو صادرات او وارداتو په هکله خبرې اترې وشوې.
 يوشمېر سوداګر له سوداګريزو بندرونو څخه د چرګانو د غوښو د واردولو په پار شکايت لري. هغوی وايي،  چې له برازيل او امريکا څخه د نړيوالو سرټفيکټونو پر اساس د مالدارۍ محصولات واردوي، چې حلال او صحي دي خو د ننګرهار په ګمرک کې يې د وارداتو مخه نيول شوي دي.
په همدې حال کې د چرګانو روزنې فارم لرونکي ادعا کوي، چې د هکيو د توليد په برخه کې پرځان بسيا دي په داسې حال کې، چې د ورځې ۷۰۰زره توليد لري او د هګيو ورځنۍ مصرف لس ميليونه ده.
په دې ليدنه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ژمنه وکړه، چې د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ سره  د غوښو واردوونکو شرکتونو د ستونزو هوارولو په پار به لاس په کارشي.

 

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS