کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ د ځان بسیاینې پر لور ګام

mail-admin
کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ د ځان بسیاینې پر لور ګام

د بزګر خبرې
د کرنې او بڼوالۍ د پرمختګ او د ملي تولید د ودې په پار د اړتیاوو له ډلې یو هم له کورنیو تولیداتو څخه د مصرف کلتور دودول دی. اوس چې د کورنیو تولیداتو د حاصل فصل دی او ډېرشمېر کرنیز محصولات او مېوې بازار ته وړاندې شوي دي، ټول خلک باید د خپلو هېوادولو له تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.
اوسمهال یوشمېر بڼوالۍ او کرنیز محصولات ثمر ته رسېدلي دي او د راټولولو فصل یې پیل شوی دی.
د بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو فصل سره جوخت، بازارونه هم له دغو محصولاتو ډکېږي او بیې ټیټېږي. د بڼوالۍ او کرنیزو محصولاتو د بیو د ټیټېدا اصلي لامل هم په بازارونو کې ددغو محصولاتو زیاتوالی دی. بڼوال او کروندګر ددې لپاره، چې د دوی محصولات خوسا او ضایع نه شي او د ټول کال خوارۍ یې په سیند لاهو نه شي اړ دي، چې خپل محصولات په ټیټه بیه خرڅ کړي.
که څه هم په وروستیو کلونو او په ځانګړې توګه د تېرکال په ترڅ کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو او بڼوالو د کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو خوندي کولو په پار د صفر انرژۍ زېرمتونونو او سړوخونو جوړولو پراخه برنامه په لاره واچوله خو بیاهم په بازارونو کې ډېر شمېر کرنیز او بڼوالۍ محصولات خوسا او ضایع کېږي. هېوادوال کولای شي، چې په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي او د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو د خوسا او ضایع کېدو مخه ونیسي.
په دې وروستیو کې د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د کورنیو ترمنځ د وارداتي بې کیفیته څښاکو له ډلې انرژۍ او نورو دې ته ورته څښاکو څښل او خوړل دود شوي دي او هره کورنۍ او هرکس لږ تر لږه په اوونۍ کې څو ځلې له دغو څښاکو ګټه پورته کوي، ددې لپاره چې د خپلو محصولاتو د ضایع کېدو مخه مو نیولي وي، په لږو امکاناتو او کم لګښت سره له خپلو طبیعي او ارګانیکو مېوو څخه باید خوندور او ډول ډول جوسونه جوړ او ترې ګټه پورته کړو.
د انرژۍ او نور څښاکو یو بوتل له ۵۰ تر ۶۰ افغانیو پېرو که پر ځای یې یو من هندواڼه واخلو او په مختلف ډول له ډلې د جوسو جوړولو سره یې استفاده کړو، خوند او کیفیت یې له بازاري څښاکو څوچنده زیا دي. بازاري څښاکو سره کیمیاوي درمل ګډ دي، چې روغتیا ته زیان رسوي، خو که موږ په خپله وطني طبیعي جوس جوړ کړو ګټور او خوندور دي.
د افغانستان د یوې وګړې په توګه او دا چې زموږ هېواد یو کرنیز هېواد دی، باید خپل ورځنۍ اړتیاوې د خپل کور له نږدې هټۍ او ځای څخه او د سیمه ییزو او وطني تولیداتو له پېر څخه پیل کړو. هڅه مو باید دا وي، چې وطني او دخپل هېواد تولید شوي توکي وپېرو. په دې کار سره د سیمه ییز مارکېټ د ودې لامل کېږو او ترڅنګ یې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د داخلي تولیدوونکو د هڅونې لامل هم کېږو.
هر هېوادوال باید په ښارونو او بازارنو کې کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي. واقعیت داده، چې د افغانستان کرنیز تولیدات، ډېر طبیعي او ارزښتناک دي، دا ارزښت ته باید وده ورکړو او له نن څخه یې لا ډېر پیاوړې کړو.
په همدې وروځو کې په بازار کې د نورو ډېرو بهرنیو مېوو ترڅنګ، کورني مېوې هم په ښه شکل او ښه بیه تر لاسه کېږي. نو ښه خبره داده، چې د ډول ډول څښاکو، کېلې او امو پرځای، چې له بهره واردېږي، له هندواڼو، خټکیو، مڼې او نورو کورنیوتولیداتو څخه ګټه پورته کړو.
که په یادو برخو کې هېوادوال بدلون منوونکي وي، نو لرې نه ده، چې زموږ ګران هېواد به په هره برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي