د نیالګیو اېښودو او ونو خوندیتوب له ګټو سره اشنا شئ هغه څه چې، د نیالګیو اېښودو او د ونو اهمیت په هکله باید پوهشو

mail-admin
Sat, Feb 27 2021 2:32 PM
د نیالګیو اېښودو او ونو خوندیتوب له ګټو سره اشنا شئ هغه څه چې، د نیالګیو اېښودو او د ونو اهمیت په هکله باید پوهشو

دهقان (بزګر) اوونیزه / طاهره صمدي
ژباړه: جمعه ګل اشرفي
د ځمکې د زرغونو سیمو د کچې ټيټېدا او د ځنګلونو کموالی نه یوازې دا چې، د ځمکې د اکسیجن انډول له منځه وړي، ترڅنګ یې د کاربن ډای اکسایډ د ډېرېدو لامل کېږي او د پراخو اقلیمي بدلونونو ګواښ هم زیاتوي. په دې لیکنه کې د نیالګیو اېښودو او ونو اهمیت ته اشاره کوو. موږ سره ووسئ.
هغه څه چې د نیالګیو اېښودو او د ونو اهمیت په هکله باید پوهشو (دویمه برخه)
ځنګلونه او زرغونې سیمې کولی شي، چې تولید شوي نایتروجن لرونکي عضوي ترکیبات جذب کړي او په ګټور امنیو اسيډونو یې بدل کړي.
د ونو او نیالګیو اېښودو ګټې
۱- د ځنګل اقتصادي ارزښت:
ځنګلي محصولات لکه لرګي او نور فرعي محصولات د نړۍ په کچه د زرګونو کوچنیو او سترو تولیدي واحدونو چرخې په خوزښت راولي، د بېلګې په توګه نیالګي، د صنعت او مدرنو درملو جوړولو د لومړنیو موادو د برابرولو سرچینه ده. د درملو جوړولو لږ تر لږه څه باندې ۲۵ سلنه د اړتیا وړ مواد په نېغه له نیالګیو څخه په لاس راځي.
۲- د صنعتي او درملیزو موادو تولید (فرعي):
په ځنګلونو کې له شته ګیاوو څخه د علوفې د تولید ترڅنګ، څړځایونه او نور محصولات لاسته راځي، چې د درملیزې استفادي او صنعتي (فرعي) او خوراکي موادو په توګه ترې ګټه پورته کېږي. د یادو محصولاتو له ډلې د نمونې په ډول د یوشمېر هغو نمونه دادي: کنگر، ریواس، والک، موسیر، گلپر، خاکشیر، سماق، خوانسار گز، د زرشک مېوه، آویشن، سورنجان، ثعلب، د ختمي رېښې او دانې، د کاسني رېښې، د خوږې ولې رېښې، د گاوزبان ګل، اینجه، مازوج او د کتیرا بېلابېل ډولونه.
 ۳- د خاورې د خوزښت مخنیوی:
په غونډیو کې د نیالګیو وده د خاورې د خوزښت د مخنیوي او د خاورې د پایدارۍ لامل کېږي. کله چې د نیالګیو رېښې په خاوره کې ننووځې د ننه په خاوره کې د پایې په څېر عمل کوي او د متراکمو رېښو د شبکې په جوړېدو سره د خاورې د خوزښت مخه نیسي.
۴- د واورې ښویېدو مخنیوی:
نیالګي او ګیاوې ناهموارې سطحې جوړې، چې ورسره د واورې ښویېدو د ګواښ کچه ټیټېږي. په همدې موخه حتا په هغو سیمو کې چې د اسکي سپورټ لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي ښه ده، چې هم د سکې سیمې او هم د اسکي له سیمو څخه لوړې سمیې د څړځایونو په څېر په بېلابېلو ګیاوو پیاوړي شي.
۵- نظامي اهمیت:
د نظامي او امنیت له نظره ځنګلونه ځانګړې اهمیت لري.
۶- د امنیو اسېډونو تولید:
ځنګلونه او زرغونې سیمې کولی شي، چې تولید شوي نایتروجن لرونکي عضوي ترکیبات جذب کړي او په ګټورو امنیو اسيډونو یې بدل کړي.
۷- د وړانګو جذب:
د نیالګیو تاج او څانګې د مرئي نور په پرتله ډېر لږ «UVB» منعکسوي، ددې ترڅنګ د اسمان ډېره برخه تر پوښښ لاندې راولي، کوم چې د «UVB» ډېر تشعشعات له همدې لارې ځمکې ته رسېږي. دنیالګیو او ونو سیوري د «UVB» تشعشعات له ۵۵ تر ۸۰ سلنې او مرئي نور له ۸۲ تر ۸۵ سلنې ټیټوي.
۸- د خاورو او دوړو جذب:
نیالګي، ونې او ګیاوې د یو ښار د هوا د پاک والي او د خاورو او دوړو د کچې د ټیټېدا لامل کېږي او په دې برخه کې ډېرې اغېزې لري. کله چې د باد په واسطه خاورې او دوړي لېږل کېږي، نیالګي، ونو او ګیاوو سره د تماس په صورت کې د باد سرعت ټیټ او دوړې او خاورې هم په نیالګيو، ونو او ګیاوو کې جذبیږي.
۹- د اکسیجن تولید:
د ځمکې د اکسیجن انډول، چې انسانانو ته د ځمکې پر سر د ژوند زمینه برابره کړې ده د ګیاوو، ونو او نیالګیو له لارې د اکسیجن په تولید سره برابره شوې ده. د ځمکې پر سر د زرغون چاپېریال او ځنګلونو د کچې ټېټېدل نه یوازې دا چې د ځمکې د اکسیجن انډول له منځه وړي، ترڅنګ یې د کاربن ډای اکسایډ د ډېرېدا لامل او د پراخو اقلیمي بدلونونو د ګواښ د زیاتوالي لامل هم کېږي.
۱۰- د فیټونسیډ تولید:
د چاپېریال ساتنې د کارپوهانو ارزونې ښیي، چې د چهارمغزو، کاج، څېړۍ، اکالیپټوس او یوشمېر نورې ونې د فیټونسیډ په نوم داسې مواد فضا ته خوشې کوي، چې د ډېرو باکتریاوو، یوسلولي قارچونو او یوشمېر نورو وړو حشراتو د وژل کېدو لامل کېږي. په ورته وخت کې د یادو ونو له خوا ددغو موادو تولید په انسانانو کې د ارامتیا او خوښۍ لامل کېږي.
۱۱- د اوبو او هوا تعدیل:
نیالګي او ونې په خپل تعریق او تعرق سره د مایکرکلیما د تودوخې د کچې په ټیټولو او د هوا په نسبي رطوبت کې رغنده ونډه لري.
د زمري په میاشت کې د یوه هکټار زرغون چاپېریال تودوخه د تش چاپېریال په پرتله چې، ونې په کې نه وي له ۵/۴ درجې څخه ټیټه ده، او په همدې توګه د یو زرغون چاپېریال د ننه نسبي رطوبت له بهرني چاپېریال څخه ۱۱ سلنه زیاته ښودل شوې ده. یادو مواردو ته په کتو ونې، نیالګي او زرغون چاپېریال خلکو ته مناسب فزیکي اسانتیاوې او روحي ارامتیا ور په برخه کوي.
۱۲- د غږ د ککړتیا د کچې ټیټول:
د غږ د ککړتیا د کچې ټیټېدل د ونو او نیالګیو د پاڼو د اندازې، د ښاخونو او پاڼو تراکم او د ونې او نیالګیو لوړوالي پورې تړلې ده او مختلق بدلونونه رامنځته کوي. د غږ د موجونو ارتعاش د ونو او نیالګیو د پاڼو او ښاخونو په واسطه جذبېږي، او حتا نیالګي او ونې د غږ په خپرولو او ماتولو کې هم رغنده رول لري. ګیاوې هم د غږ د انحراف او ماتېدو لامل کېږي. د غږ د سرچینې او د استوګنځیو ترمنځ د زرغون کمربند په کرلو سره کولی شو، چې د غږ د ککړتیا کچه ټیټه کړو او د ککړو غږونو د خپرېدو مخه ونیسو.
۱۳- د هوا په بڼه د ګازي ککړتیاوو د کچې ټیټول:
ګیاوې او زرغون چاپېریال د تبخیر له لارې د هوا له پاکوالي سره مرسته کوي. دغه راز ګیاوې د رایحې په ایجادولو سره کولی شي، چې په نېغه بد بوی لرونکي ګازات خنثا او د هوا په پاکولو کې همکاري وکړي.
د ونو پاڼې په هوا کې خاورې او دوړې جذب او زموږ تنفسي هوا پاکوي.
دغه راز نیالګي او ونې د هوا د تودوخې د درجې په اصلاح کولو او د هوا د جریان په بدلولو سره د هوا په پاکوالي کې اغېزه کوي.
۱۴- د سربو د کچې ټیټول:
نیالګي او ونې د ښارونو د ککړې هوا د سربو په جذب کې رغنده رول لری او کولی شي، د خلکو استوګنځي او په هغو سیمو کې، چې د انسانانو تمرکز ډېر وي د ککړې هوا د سربو پر وړاندې خوندي کړي. دغه راز ونې او نیالګي د سربو د جذب ترڅنګ د نورو ککړتیاو د جذب په برخه کې له ډلې د اوزون د جذب په برخه کې هم اغېزناکې ونډې لري.
۱۵-د نیالګیو او لمر تشعشعات:
د نیالګیو تاج هغه سطحې دي، چې ډېر لږ انعکاسي وړانګې لري او له اوبیزو سیمو وروسته د لمر ډېر وړانګې جذبوي. د لمر وړانګې که مستقیم او یا منعکس شوی وي، د نیالګیو او نو په واسطه د کنټرول وړ دي. نیالګي او ونې د لمر وړانګي جذبوي او د یو مانع په توګه د لمر وړانګي کنټرولوي، چې دا د ونو او نیالګیو له تر ټولو غورو ځانګړنو څخه شمېرل کېږي.
۱۶- د تودوخې د درجې تقلیل:
ونې، نیالګي او په ټوله کې ګیاوې د لمر د وړانګي په جذب او د تعریق او تبخیر له لارې کولی شي، چې د هوا د تودوخې د درجې کچه ټیټه کړي.
۱۷- د زرغون کمربندونو حفاظتي اغېزې (ژوندي باد ماتوونکي):
له شک پرته په ښارونو، صنعتي سیمو اوهغو سیمو کې، چې ډېر باد ولري زرغون کمربند د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې رغنده رول لري، او په هوا کې د معلقو ذراتو د تصفیې په برخه کې، چې د کارخونو په واسطه او یا په طبیعي ډول د خاورې او دوړې په واسطه رامنځته کېږي د فني تصفیې د لارو چارو په پرتله ډېره غوره لاره ده. دغه راز ونې او نیالګي د بادونو د ماتېدو لامل کېږي، د سرعت کچه یې ټیټوي او مخرب اغېزې یې کموي.
۱۸- د سېلابونو مخنیوی:
نیالګي، ونې او په ټوله کې ګیاوې د اوبو په جذبولو سره د تندو سېلابونو د مخنیوي لامل کېږي. ونې او نیالګي د سېلابونو د سرعت کچه درې برابره ټیټوي او د تندو سېلابونو د راوتو مخه نیسي.
۱۹- د فون جذب:
په ښارونو کې د زرغون چاپېریال شتون ښارونه طبیعي سیسټمونو په لور بیایي او د هغو فونونو د جذب لامل کېږي، چې د ښارونو بې روحه چاپېریال د تحمل وړ ګرځوي.
۲۰- د ټرافیک کنټرول:
په ښارونو کې د زرغون چاپېریال شتون د ټرافیک په کنټرول کې رغنده رول لوبوي.
۲۱- د ښار د اقلیم کنټرول:
د اقلیم کنټرول د لمر، باد او باران د اغېزو په تعدیل سره رامنځته کېږي. په هغو سیمو کې، چې نیالګي او ونې دي د هغو سمیو په پرتله چې ونې په کې نه وي د تودوخې درجه ډېره ټیته کېږي. ونې چې څومره غټې وې دا بدلون لا ډېر زیات وي. تر ونو لاندې د ورځې هوا سړه او په شپه کې ګرمه وي.