د خلکو په ګډون کرنه او مالدارۍ

mail-admin
Sun, Nov 29 2020 1:52 PM

سرچینه: اطلاعات روز
لیکوال: حشمت الله حبیبي
ژباړه: جمعه‌گل اشرفي

د خلکو په ګډون کرنه او مالدارۍ

د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژه(CLAP) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي پروژو څخه دی، چې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD»  له خوا تمویلیږي. دغه پروژه د کابل، پروان، لوګر، ننګرهار، بلخ، هرات او بغلان په ولایتونو کې پلي کیږي او تر ۲۰۲۲ام کال پورې ادامه لري. یاده پروژه په ۵۸میلیونه ابتدایي بودیجې سره خپل کار پیل کړ او په ۲۰۱۸ام کال کې د پروژې په پلي کېدو کې د بریالیتوب په خاطر د هڅونې په پار د مرستندوی بنسټ (ډونر) له خوا ۲۵ میلیونه ډالر نورهم تر لاسه کړه.
د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې (CLAP) په اډانه کې د اوبولګولو په برخه کې د اوبولګولو ۱۴۷ شبکې جوړ او بیارغول شوي دي، چې په پایله کې یې نږدې  ۱۱۳ زره او ۱۴ هکټاره ځمکې خوړبې شوي دي.
ددې ترڅنګ د مالدارۍ په برخه کې یاده پروژه، په کابل کې د شېدو د پروسس یوه ستره فابریکه جوړوي، چې رغنیزې چارې یې ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي. د شېدې د تولیدوونکو ۳۶کوپراټیفونه جوړول، د شېدې ټولولو د ۱۷ مرکزونو سمبالول، د شېدې د سړه کولو د اتو مرکزونو سمبالول، له ۳.۵ ليټرو څخه ۱۰.۸۸ لیټرو ته د تر چتر لاندې مالدارانو د شېدې زیاتوالی، له ۱۵ افغانیو څخه ۲۹.۵ افغانیو ته د شېدې بیې لوړول، د خوسکیانو بیې لوړول تر ۲۵ زره افغانیو، د واکسین او د څارویو د درملنې له لارې د څارویو د عامو ناروغیو ۹۴ سلنه کنټرول، د پروژې ۷۵ سلنه برخمن شویو ته د غواوو نسلونه اصلاح کول او د کورنیو د شېدو د منځنۍ کچې لوړولو له ۱.۵ لیټره، چې له پروژې مخکې په سروې کوې شوې وه ۳.۶ لیټرو ته په ورځ کې ددې پروژې نور فعالیتونه دي.
د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژه، دغه راز ۱۳زره او ۳۳۲ کلیوالو مېرمنو سره کار کړئ، ترڅو د چرګانو روزنې له لارې د دوی د عوایدو کچه لوړ شي. ددغو هلو ځلو په پایله کې له هرې کورنۍ څخه دکال دوه زره او ۸۰۰ هګۍ راټول او پلورل شوي دي، چې په هره کورنۍ کې د عوایدو کچه د کال ۳۱۶ډالر زیات شوي. دغه راز په هره کورنۍ کې ۶۰ «VFU»  ایجاد او تجهیز شوي دي او کارکوونکو ته یې لازمې روزنې ورکړل شوي دي. په همدې توګه د مالدارانو پر څارویو پنځه میلیونه او ۴۸۴ زره او ۴۰۷ ډوزه واکسینونه پلي کول، پر مالدارانو د څارویو د پرازیت ضد درې میلیونه او ۳۴۱ زره او ۵۷ ډوزه درمل وېشل، د مالدارۍ په عوایدو کې ۴۱.۵۵ سلنه زیاتوالی، د څارویو د مړنې ۵۹سلنه کموالی هغه کړنې دي، چې ددې پروژې له خوا تر سره شوي دي. دغه راز د پروژې تر پوښښ لاندې ۹۵ سلنه کوچیان وټرنرۍ چوپړونو ته لاس رسي پیدا کړي دي.
په ورته وخت کې ۹«VBSE» ایجاد او تجهیز شوي دي، دوه زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید شوي،۶۴۶کرنیزې څېړنې تر سره شوي دي، د ۵۰ مناسبو کرنیزو کرښو تشخیص، په وچو سیمو کې درې نژادونه (ورایټۍ) پېژندل او په بریالیتوب سره، د کچالو څلور ډوله حاصل خیز او د ناروغیو پر وړاندې مقاوم تخمونو پېژندل د یادې پروژې نور فعالیتونه دي.
د پروژې اغېزې تر پوښښ لاندې ولایتونو کې د پام وړ دي. د خوړو خوندیتوب د کچې لوړېدل، د عوایدو زیاتوالی او د بېوزلۍ د کچې ټیټېدل، ددې پروژې موخې دي، چې د پروژې له خوا په بېلابېلو برخو کې د چوپړونو د وړاندې کولو له لارې تر لاسه شوي دي.
ددې پروژې قرارداد د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له خوا د ۲۰۱۴ام کال په فبروری کې لاسلیک شوې وه، چې وروسته بیا یاده پروژه د ۲۰۱۴ام کال په اپریل کې په فعالیت پیل وکړ او تر ۲۰۲۲ام کال پورې به ادامه پیدا کړي.
د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ د پروژې موخې د تولیدوونکو زېربناوو په ګډون د ټولنې پراختیا او د سازمانونو پیاوړتیاده، چې دا چارې د وړو زېربناوو د جوړولو او ملاتړ له لارې د سیمه ییزو سازمانونو او ټولنو د وړتیا لوړولو د برنامې یوه برخه ده، چې دکرنیزو تولیداتو په زیاتولو کې مرسته کوي او د ملکیتونو د ستونزو د هوارولو په پار د سیمه ییزو سازمانونو تلپاتې ملاتړ کوي.
دغه راز د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژه، د بېوزلۍ دکچې ټیټولو پروژه ده. د خوړو خوندیتوب په لوړولو سره د بېوزلۍ کچه ټیټیږي. دغه پروژه هغو کورنیو سره چې سرپرستي یې د مېرمنو پر غاړه ده او دغه راز زیانمنو کورنیو سره مرسته او همکاري کوي.
د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژه، د مالدارۍ او کرنیزو مناسبو کڅوړو او عملیو د پېژندنې او د ارزښت لوړونې ځنځیري پراختیا د ملاتړ له لارې مارکېټ سره د بزګرانو نښلوونکی دی. دغه فعالیتونه به تر ډېره په ټولنه کې د تولیدي زېربناوو د پراختیا او د سازمانونو د پیاوړتیا لامل شي، په دې برخه کې د لبنیاتو پراختیا، د چرګانو روزنې پراختیا، دغذایي، علفي نباتاتو او سبو وضعیت ښه کول او په کوچیانو کې د مالدارۍ پراختیا شامل دي. د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یوشمېر پرګڼې برخمنې کوي: ۱. بزګران او هغه کسان چې لږ څاروي لري د هغو کسانو په ګډون چې ځمکې نه لري، هغه کسان چې خپلې څاروي یې له لاسه ورکړي او یا څارویو ساتلو ته لېوالتیا لري او یا هم غواړي، چې خپل له لاسه ورکړل شوي څاروي بېرته جبران کې. ۲. ښځې او هغه ښځې چې د کورنیو سرپرستې دي. ۳. مېشت او نامېشت کوچیان.
ددې پروژې بله موخه د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو په فعالیتونو کې د مېرمنو ونډې زیاتول دي. د پروژې فرعي برخې، هغو فعالیتونو ته ځانګړي شوي، چې په تولیدي فعالیتونو کې د مېرمنو ونډه زیاتوي او په یوشمېر فرعي سکټورونو کې د هغوی د تولید بالقوه وړتیا لوړوي اوترې ملاتړ کوي. دا موخه به په یوې درې بعدي لارو چارو تعقیب شي: هغه فعالیتونه چې په ځانګړې توګه د برخمن شویو مېرمنو ملاتړ کوي؛ هغه فعالیتونه چې د جنسیتي انډول په رامنځته کولو کې د حکومت وړتیاوې پیاوړي کوي او د جنسیت اړوند نور فعالیتونه چې د پروژې نورو اجزاوو او فرعي برخو سره یوځای کیږي.