د کرنې د ودې بېلګه؛ د بزګرانو د کاروبار پر ښه والي د یوې پروژې پنځه ګټور اصلونه

content_admin
Sat, Nov 21 2020 3:13 PM
دهقان (بزګر) اوونیزه / محمد تمیم صدیقی
په افغانستان کې د کرنې د ودې لږې زمینې ته په کتو ویلای شو، چې پنځه اصلونه کولای شي، چې د بزګرانو اومالدارانو د کاروبار د ودې او پراختیا بنسټ وي او که په دوامداره توګه پر مخ ولاړ شي، کولای شي، چې د هېواد اقتصادي ودې ته فرصتونه برابر کړي. لومړی اصل د اوبو شتون دی. اوبه دکرنې او مالدارۍ لپاره اساسي او بنسټیز اصل دی. که دکرنې او مالدارۍ لپاره د اوبو پر شتون دوامداره پاملرنه ووشي، کولای شي، چې د کرنې او مالدارۍ د ودې لامل او په پایله کې د ملي اقتصاد دودې لامل هم شي. دویم اصل، د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې د بشري سرچینو کموالي ته په کتو او د کرنې او مالدارۍ په کار کې د جنسیتي انډول نشتون، ددغو برخو د زېربناوو د تغذیي ایجاد، په بنسټیزه توګه د ښځو د شتون په فعالولو سره دی. کومې زېربناوې، چې د کروندګرو مېرمنو په لاسونو جوړیږي، په حقیقت کې کولا شي، چې د کرنې، بڼوالي او مالدارۍ سکټورونو د سرچینو جوړول په کې شامل وي. د بېلګې په توګه، په کرنه او مالدارۍ کې د مېرمنو په فعالیت سره د بڼوالو لپاره د قوریو جوړول او دوی ته د کار زمینې برابرول، کولای شي، چې دکرنې او مالدارۍ د تلپاتې ودې لپاره دویمه پایه وي.
درېیم اصل: له کومه ځایه چې د بزګرانو مالي توان له بازار سره د بلدتیا او نویو توکو سره کم دی، دکرنې د ودې درېیم اصل د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ عصري توکي پېژندل او په وړیا توګه وېشل دي. دا چاره، په کرونده کې ستونزې کموي او د ښو حاصلاتو د تولید لامل کیږي.
څلورم اصل مالداران او بزګرانو ته روزنه ورکول دي. ددې اصل پلي کول کولای شي، چې د کرنې دودې بنسټونه پیاوړي کړي.
پنځم اصل، د پورونو د ورکړې له لارې مالداران او بزګرانو سره اقتصادي مرستې دي. بلاعوضه او نغدې مرستې، کولا شي، چې بزګران اومالداران تنبل کړي، خو پور دوی کار او ډېر حاصل تولید ته هڅوي.
په دې لیکنه کې هغه پروژه، چې د یادو پنځو اصلونو پر اساس، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې کار کړئ در پېژنو. له کومه ځایه چې ددې پروژې فعالیتونه په یوشمېر ولایتونو کې دی، اغېزمنتوب یې هم په هماغو ولایتونو کې محدود دی. خو په ټوله کې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو د کاروبار د ودې لامل شوی دی.
له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژه (SNAPP2)، د کرنې وزارت له پروژو څخه دی. دغه پروژه د کرنې پراختیا لپاره د نړيوال صندوق (IFAD) له خوا ملاتړ کیږي. ددې پروژې موخې، د بلخ، ننګرهار، کابل، پروان، لوګر او بغلان په ولایتونو کې د خوړو خوندیتوب، د عوایدو زیاتوالی، کارموندنه او د بېوزلو کلیوالو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
ددې پروژې ټولیزه بودیجه ۴۸.۴۶۱ میلیون امریکايي ډالر ده، چې د کرنې پراختیا لپاره د نړیوال صندوق (IFAD) له خوا ورکول کیږي او د پنځو کلونو لپاره ادامه لري. له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه له ۲۰۱۶ام کال څخه خپل فعالیت پیل کړئ دی او تر ۲۰۲۱کال پورې ادامه لري.
دغه پروژه د زېربناوو د پراختیا او پانګونې په برخو کې د بلخ، هرات، ننګرهار، کابل، پروان، لوګر او بغلان په ولایتونو کې فعالیت کوي. د زېربناوو پراختیا کې کرنیز توریجي چوپړونه وړاندې کول او د بزګرانو او خصوصي سکټور ملاتړ شامل دي.
له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ د پروژې دویمه برخه د اوبولګولو د شبکو د بیارغول، سیمه ییزې زېربناوې جوړول، د غنمو تولید، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې پانګونه او د پور ورکونې چوپړونو په برخه کې فعالیت کوي. د نور برخو ترڅنګ بېوزلو کورنیو ته د وړو پورونو لاس رسی او د کرنیزو محصولاتو ځنځیري ارزښت پیاوړتیا هم شامل دي.
۱-د اوبولګولو شبکې جوړول
په دې برخه کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې عمده لاسته راوړنې چې د اوو ولایتونو په کچه فعالیت کوي، د اوبولګولو د ۷۲ شبکو په بیارغولو سره ۱۷ زره او ۶۶۹ هکټاره ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راوستل دي. دغه راز ددې پروژې له لارې نهه استنادي دېوالونه او د اوبو یوه زېرمه بشپړ شوي دي، چې زرګونه جریبه ځمکې خړوبوي.
۲- په کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو کې د مېرمنو ونډه
له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژې یو له اساسي کړنو څخه د وزارت په کچه مېرمنو لپاره د ترویج دیپارټمنټ ایجادول، د بزګرانو معلوماتي او روزنیز مرکزونو ایجاد اوتجهیز، د ۸۰ زره نیالګیو په وړتیا سره ۷۴ جریبه د نیالګیو قوریې جوړول، د ۱۲۰ زره مثمرو نیالګیو په وړتیا سره دوه جریبه عصري قوریې جوړول، د مېرمنو د ملاتړ په پار کورني باغچې جوړول، شنې خونې جوړول، ۵۲ شنې خونې تر پروسس لاندې دي.
۳-مدرن کرنیزې توکي وېشل
یاده پروژه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د هېواد په اوو ولایتونو کې د بېوزله کورنیو او مالدارانو د ملاتړ په پار دوه زره کورنیو ته د چرګانو روزنې کڅوړې او دوه زره او ۱۹۰ کورنیو ته د کشمیرې د راټولولو توکي وېشلي دي. د شېدې ټولولو د ۹ مرکزونو ملاتړ، د دوه زره او ۱۰۰ کورنیو د څاریو خوندیتوب او پر بڼوالو لس زره او ۶۰۶ د بڼوالۍ توکي وېشل هم ددې پروژې فعالیتونه دي.
۴-روزنه
شپږ زره او ۷۸۹ بزګرانو ته د نوي ټکنالوژۍ په هکله روزنه ورکړل شوي دي. دغه راز د بزګرانو ترمنځ د پوهې د لېږد زمینه برابره شوې. په دې ترتیب سره، ۹۷۳ بڼوالو ته د بڼوالۍ په هکله روزنه ورکول، یوزر او ۷۴۹ کروندګرې مېرمنې روزل، تر ۲۷ عنوانونو لاندې تخنیکي روزنیزې برنامې په لاره اچول، یو زر او ۳۵۰ کورنیو ته د مالدارۍ مدیریت او د شېدې لوشلو حفظ الصحې ښودل، ددې پروژې کړنې دي.
۵- بزګرانو ته د پورونو ورکړه
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه د خپل فعالیت په څلورو کلونو کې د هېواد په اوو ولایتونو کې د نهه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بېوزله بزګرانو ته اووه زره او ۲۲۳ کڅوړې پورونه ورکړي دي او له څلور زره او ۲۹۱ کرنیزو پورونو څخه دوه زره او ۹۳۲ کڅوړې یې دمالدارۍ په برخه کې وېشل شوي دي.
دغه راز ددې پروژ د فعالیتونو بله برخه، پر بازارموندنې او د بزګرانو د محصولاتو پر مناسب پلور کار کول دی. د بزګرانو او خصوصي سکټور ترمنځ دوه زره او ۵۱۸ کرنیزو قراردادونو ته زمینه برابرول،د کرنیزو تولیدوونکو وړتیاوې لوړول په وروستیو څلورو کلونو کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ د پروژې نورې لاسته راوړنې دي. په همدې توګه، په وچو سیمو کې د کرنې دودول، د بڼوالۍ پراختیا، وړتیا لوړنه، او د پوهې لېږد، بزګرانو لپاره مهارتونه اونوي ټکنالوژۍ پېژندل، شنې خونې جوړول، د مېرمنو دملاتړ په بار کورني باغچې جوړول، مېرمنو لپاره د ترویج دیپارټمنټ جوړول، بزګرانو ته روزنیز مرکزونه جوړول او د شېدې ټولولو د نهو مرکزونو ملاتړ، له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ د پروژې نورې کړنې دي.
تر لاسه شوي مالومات ښیي، چې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ د پروژې کړنې او فعالیتونه د تر چتر لاندې بزګرانو، مالدارانو او برخمن شویو کسانو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو لامل شوي دي.
په ټوله کې د کرنې وزارت یاده پروژه د نمونې په ډول پر پنځو اصلونو چې مخکې وویل شول، کار کړئ، چې د تر چتر لاندې بزګرانو او بڼوالو د کاروبار د ښه والي لامل شوي دي، خو که یاده پروژه په پراخه کچه ټول ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیسي او وکولای شي، چې خپل ټول خدمتونه په دوامداره توګه یا لږ تر لږه د څو نورو کلونو لپاره عملي کړي کولای شي، چې دافغانستان په اقتصاد کې مثبته اغېزه وکړي.