د انجې بوټي پېژندنه

mail-admin
Sun, Nov 08 2020 1:42 PM

دهقان (بزګر) اوونیزه / محمدتمیم صدیقي

د انجې بوټي پېژندنه


انجه «هنګ» یا انغوزه د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې ده، چې له ۱۳۹۳ یم کال څخه را په دېخوا یې په هېواد کې د کرکېلي او د شیرې د تولید کچه د پام وړ وده کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست شمېرې ښیي، چې یوازې په ۱۳۹۸یم کال کې د هېواد په کچه د انجې یا هنګ دوه زره او ۵۰۰ او ۴۹ مټریک ټنه شیره تولید شوې ده. د افغانستان د طبي بوټو تر ټولو لوی بازار هند دی. انجه تر ډېره د بلخ، تخار، جوزجان، سمنګان او بدخشان په ولایتونو کې کرل کیږي.
دغه راز ټاکل شوې، چې په ۱۴۰۰م کال کې د بلخ، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان، جوزجان، فاریاب، سرپل، هرات، بادغیس، غور، پکتیا، غزني، فراه او لوګر په ولایتونو کې د طبي محصولاتو په ځانګړې توګه د انجې د رزښت لوړولو او تنظیم پروژه پلي شي.
سمنګان
سمنګان هغه ولایت دی، چې د انجې ډېر للمي سیمې لري. د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالرحمان ارغندیوال وایي، چې ددې ولایت په ۱۹ زره او ۷۰۲ هکټاره ځمکه کې د للمي په ډول انجه کرل شوې ده. هغه وویل، چې په ۸۹ هکټاره اوبیزو ځمکو کې هم انجه کرل شوې ده. ښاغلی ارغندیوال زیاته کړه، چې یوازې تېرکال په دې ولایت کې د انجي ۷۰۰ هکټاره للمي ځمکې احیا او پر ۸۰۰ کسانو چې په دې برخه کې فعالیت درلود کرنیزې کڅوړې، چې په کې ۱۵ توکي او د انجې تخم شامل و وېشل شوي دي.
په همدې حال کې، ښاغلی ارغندیوال ټینګار وکړ، چې د انجې کرکېلي او تولید ته د بزګرانو لېوالتیا ورځ تربلې ډېریږي. هغه وویل، چې د افغانستان له لارې ګاونډیو هېوادونو او هند ته د انجې صادرات او دغه راز ددې بوتې د کرکېلي او تولید د پراختیا په پار د دولت برنامې، د بزګرانو پام ځانته اړولی دی. هغه وویل: «د بلخ، بغلان، سمنګان او په شمال او شمال ختيځ کې پروت د ډېرو ولایتونو ډېری بزګران انجې کرکېلي ته مخه کړي. د هغه په خبره، هم دولت په دې برخه کې خپلې هلې ځلې کوي او هم ددې بوټې ارزښت او عوایدو ته په کتو بزګران ددې بوټې کرکېلي ته لیوال شوي دي او ترڅنګ یې پسرلني او اوړني بارانونه ددې لامل شوي، چې د انجې کرکېله او تولید ښه وده وکړي. بله ښېګڼه یې داده، چې دا بوټي په للمي او اوبیزو ځمکو کې کرل کیږي، چې په سمنګان کې په بېلابېلو ډولونو کرل شوي دي.»
بلخ
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د انجې د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي او وایي، چې کال تر بلې په دې ولایت کې د انجې حاصلات زیاتیږي.
د بلخ د کرنې رییس محمدسالم ساعي وایي، چې د بلخ د کرنې ریاست وړاندوینې ښیي، چې ددې ولایت د انجې د کروندو سیمه نږدې څلور زره جریبه ده.
د انجې تولید په هرجریب کې د انجې ځانګړتیا او اومه کیفیت ته په کتو توپیر کوي. هغه وویل، چې د انجې بوټې ته په کتو له هر جریبه ځمکه کې څخه ۲۰۰ تر ۳۰۰ کیلو هنګ لاسته راځي. دغه راز په دې ولایت کې هرکال د انجې د کرکېلي سیمې زیاتیږي، چې ورسره د تولید کچه هم لوړیږي.
ښاغلی ساعي د انجې د کیفیت او پلور په هکله وایي، چې لومړی درجه انجه في کیلو په ۸۵ امریکايي ډالرو او دویم سورت یې په ۷۰ امریکایي ډالرو خرڅیږي. هغه وویل، چې د انجې کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې ده، بزګران په مستقیمه توګه خپل محصولات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته صادروي.
د جمهوري ریاست د عالي اقتصادي شورا له طرحې څخه
«افغانستان یو غرنۍ هېواد دی، چې نږدې پنځه زره بېلابېل نباتات لري او ۲۵ تر ۳۰ سلنه یې د هېواد انحصاري نباتات دي. دغه راز په افغانستان کې، بېلابېل طبي بوټي په پراخه کچه وده کړې او په دودیزه توګه د خلکو له خوا د یوشمېر ناروغیو د درملنې په موخه کارول کیږي.
ددې ترڅنګ یوه څېړنه ښودلې ده، چې په هېواد کې ۲۱۵ ډوله طبي نباتات په دودیز ډول کارول کیږي.
تر ټولو مهم طبي نباتات، انجه «هنګ»، شیرین بویه، زېره، ایله رنګ، کاکوټي، سپېلنۍ، ریحان، کرابیه او لنګاش دي.
انجه هغه بوټی ده، چې څو کاله د علفي بوټو په ډول وده کوي او په پای کې ګل ورکوونکي ساقه تولیدوي او د ژوند دوره یې پایت ته رسیږي، په نړۍ کې د انجې بېلابېل ډولونه پیداکیږي. په افغانستان کې درې ډوله انجې «سره انجه، سپینه انجه او چهیر» په طبیعي ډول شتون لري، چې د افغانستان مهم صادراتي توکي دي.
د انجې پاڼې په علفي ډول شنه رنګ لري، چې اوږدوالی یي ۵۰ تر ۶۰ سانتي مترو ته رسیږي. ددې بوټې ساقه پیاوړی، اوږد او فایبري ده، چې د وېښتانو په ډول شیانو باندې پوښل شوی دی او استوانه یي شکل لري، چې اوږدوالی یي تر ۲.۵ مترو رسیږي. رېښه یې تر ۱۲ سانتې مترو ښکته ده، چې په خاوره کې د ۴۰ سانتې په ژور والي سره نفوذ کوي. د خاوري له سطحې سره د رېښو موازې وده ددې بوټې دکرکېلي په سیمه کې د خاورې په ساتنه کې مرسته کوي. د انجې شیره ددې بوټې له رېښې یا ساقې څخه په پرې کولو سره په لاس راځي، چې ورته انجه ویل کیږي. انجه د افغانستان طبیعي بوټی ده، تر لاسه شوي شمېرې ښیي، چې د انجې طبي وحشي بوټې  د سمنګان، هرات، بغلان، بدخشان، سرپل، تخار، کندز، بلخ، فاریاب، بادغیس، بامیانو جوزجان، فراه او غور کې دي.»
انجه یا هنګ غوښین او پلنې رېښې لري. انجه په وچو او د اسیا په ګرمو آحکي سیمو لکه د ایران وچې دښتې، د افغانستان غرونه او هند کې وده کوي او ژېړ ګلونه لري. ددې بوټې مېوه بیضي ډوله او قهوه یي رنګ لري.
د کرکېلي او حاصل ټولولو موسم
د انجې د بوټې حاصل ټولول معمولاً د مني په موسم کې پیلیږي. د سمنګان په ولایت کې د انجې کرکېله د لړم له ۱۵ وروسته پیلیږي. انجه هم د تخم شېندلو په ډول او هم د بزغلي په ډول کرل کیږي. د سمنګان د کرنې رییس په خبره، که له تخم څخه یې ګټه پورته شي یاد بوټی څلور تر پنځه کال وروسته ثمر ته رسیږي او که یې بزغلي وکرل شي له یوه کال وروسته په ثمر راځي، ددې بوټي بزغلي له قورویو څخه ترلاسه کږیږي.
د انجې بوټي، د پسرلي په موسم کې خپلې پاڼې خوندي کوي، خو وروسته یې بیا پاڼې توییږي. د پاڼو په توییدو سره یې دحاصل ټولولو فصل رسیږي. د پاڼو په توییدو او پرې کولو او د ساقې په پرې کولو سره یې شیره راټولیږي. ددې بوټي ساقه پلن دی او شيره یې د ساقې له پرې کېدو وروسته کله چې وچ او سخت شي راټولیږي.
د انجې شیره د انغوزې په نوم هم یادیږي، چې د بېلابېلو ناروغیو له ډلې د خېټې سرطان، د وینې فشار ټیټول او یوشمېر نورو ناروغیو د درملنې په موخه کارول کیږي. دغه راز د انجې له شېرې څخه د خوړو په خوند او ساتنه کې هم ګټه پورته کیږي.
د انغوزې د مصرف لارې چارې
کولای شوي، چې انغوزه د پوډر، غوړي او هم د درمل په ډول په بېلابېلو خوړو کې وکاروو.
دغه راز کولای شو چې، ددې بوتي کنډ په اوبو کې محلول او یا له شاتو او د زیتونو له غوړو سره ګډ کړو او ترې ګټه پورته کړو.