د بلخ په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۸۲۰ پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې

user-admin
Wed, May 13 2020 10:04 PM
کار تطبیق ۸۲۰ پروژه‌ی مدیریت محصولات زراعتی در ولایت بلخ آغاز شد


۲۴ غویی ۱۳۹۹
بلخ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ٤٠٥ ميليونه افغانيو په ارزښت  د ۸۲۰ پروژو د پلي کېدو چارې، نن یاد ولایت ته د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال او د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د سفر په ترڅ کې رسماً پیل شوې.
ددغو پروژو په پیل غونډه کې، د بلخ ولایت والي محمداسحاق رهګذر، د ازبیکستان هېواد لوی سفیر، د بلخ د ولایتي شورا مشر او ددې ولایت یو شمېر چارواکي شتون درلود.
ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت په بلخ ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې، ۲۰۰ ممیزخونې، د پیازو ۴۰۰ زېرمتونونه، د کچالو ۱۰۰ زېرمتونونه او د مېوې د زېرمه کولو په پار ۲۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړ کړي. دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د سبو او مېوو ۱۰۰ وچوونکي دستګاوې، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، پر بزګرانو او بڼوالو وېشل کیږي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه د کرنې وزارت له خوا چمتو او د ولسمشر محمداشرف غني او عالي اقتصادي شورا له خوا منظور شو.
دغه طرحه، د بڼوالو او بزګرانو اړتیاوو ته په کتو، د دوی لپاره کرنیز بنسټونه جوړوي. بزګران او بڼوال د دغو بنسټونو د جوړولو  یوازې ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
ددې طرحې په اډانه کې، په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوالو او بزګرانو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار سلګونه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي. دغه راز ددې برنامې پر اساس، پر بڼوالو او بزګرانو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کیږي او د پلي کېدو پر وخت او له هغه وروسته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
تر دې وړاندې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدو چارې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې پیل شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS