د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د هېواد د سمسورتیا پېلامه

content_admin
Mon, Mar 23 2020 9:03 AM
 د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د هېواد د سمسورتیا پېلامه

له تېرو څو کلونو را پدېخواه، هر کال د پسرلي په موسم کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نیالګیو کېنولو کمپاینونه په لاره اچول کېږي او په ترڅ کې یې په سلګونه زره مېوهلرونکي او بې میوې نیالګي کېنول کېږي. د ولسمشر د حکم پر اساس د کب شلمه، د نیالګیو کېنولو ملي ورځ نومول شوې ده او د روان کال د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین هم د «هر افغان، په یوه ورځ، یو نیالګی» تر شعار لاندې په همدې ورځ پیل شو او ټاکل شوې، چې هر کال به په دې ورځ د نیالګیو کېنولو ملي ورځ پیل شي.
خو د هېواد د تودو ولایتونو «ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، کندهار، هلمند، نیمروز اوفراه» اقلیمې شرایطو ته په کتو په دغو ولایتونوکې د نیالګیو کېنولو لړۍ د سلواغې میاشتې څخه پیلیږي او په سړو سیمو کې بیا اقلیمي شرایطو ته په کتو د نیالګیو کېنولو لړۍ د کب له ۱۵ مې نېټې پیل او د وري میاشتې په ۱۵ مې نېټې پای ته رسیږي.
که څه هم د نیالګیو کېنولو دا ډول کمپاینونه د چاپېریال ساتنې او د ښار او کلیو د ښکلا لپاره اغېزمن ګڼل کیږي خو ددې ترڅنګ د نیالګیو څارنې او ساتنې ته پام کول او په مناسب ځای کې د نیالګیو اېښودل، چې بېرته وچ نه شي ډېره مهمه خبره ده.
د لوګر اوسیدونکی عبدالصبور د نیالګیو کېنولو په هکله وایي، چې د شنو بوټو د نه موجودیت له امله نه یواځې دا چې سیمه خړه پړه او ډېره بده ښکارې بلکې د سیمې استوګن له ګڼو روغتیایې ستونزو سره هم مخامخوي. د عبدالصبور په وینا چې شنې بوټې او ونې په چاپیریال کې زهرجن مواد له منځه وړي. د شنو بوټو د نه شتون له امله د خلکو ذهنونه نا ارامه وي، په سیمه کې ګرد وغبار ډېر وي او تر ټولو غټه ګټه یې دا ده، چې د سختو طوپانونو مخنیوی کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو مسوول احمدشاه امرخېل وایي، چې سږکال په ټول هېواد کې څه باندې ۲۱ میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي اېښودل کیږي. د ښاغلي امرخېل په خبره په سږني کمپاین کې په ټول هېواد کې څه باندې ۲۱میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي اېښودل کیږي، چې له دې ډلې ۱۵ میلیونه او ۵۶۹زره او ۵۵۲ یې مېوه لرونکي نیالګي او ۶۳۳زره او ۴۹۶ یې بې مېوې نیالګي دي.
دا چې هر کال ګڼ شمېر نیالګي کېنول کېږي خو بیا د نه پاملرنې په وجه، له منځه ځي، په اړه یې ښاغلي امرخېل وویل: «کوم نیالګي چې زموږ له خوا کېنول کېږي، ساتنه او روزنه یې هم په موږ پورې اړه لري او سږ کال مو د دې ساتنې او روزنې لپاره پوره تیاری نیولی دی.»
د کابل اوسیدونکی فرهاد وایي، چې نیالګی هم لکه د یو ماشوم په څېر د ودې لپاره کافي خدمت ته اړتیا لري لکه: نیالګیو ته باید په خپل وخت اوبه ورکړل شي او کیمیاوي او ډېراني سرې باید ورکړل شي او د نیالګیو د شنو ساتلو لپاره د کرنې د کارپوهانو لارښونې هم مهمې دي د فرهاد په وینا نیالګي باید له څارویو نه هم وساتل شي ترڅو ویې نه خوري.
دا چې د نیالګیو کېنول او پدې اړه په لاره اچول شوي کمپاینونه، د هېواد د سمسورتیا لپاره څه ګټه درلودای شي، د چاپېریال ساتنې د چارو کار پوه، یې په اړه داسې وایي:«کله چې په اتومو سفیر کې د کاربن ډای اکساید تولید زیات شو، نو پر اتومو سفیر د کاربن ډای اکساید فشار زیاتیږي او هغه د لمر وړانګې چې د لمر نه ځمکې ته راځي، ددې نه تېریږي او کله چې د لمر لنډ امواج په اوږدو امواجو باندې بدل شول، بېرته انعکاس کوي بیا د کاربن ډای اکساید له طبقې څخه نه تېرېږي، نو هر څومره چې کاربن ډای اکساید په اتومو سفیر کې زیات شو، د ځمکې د حرارت درجه هم همدومره پورته ځي.»
پوهاند زیاتوي چې دلته نباتات یوازیني طبیعي مواد دي، چې کاربن ډای اکساید جذبوي او اکسجن خارجوي او په نتیجه کې اجرائيوي ترکیب شروع کېږي او غذایي مواد تولیدیږي.
هغه همدارنګه وویل چې یوازې د نیالګیو کینول ضرور ندي، بلکي ساتل یې هم ضرور دی او نوموړی پدې نظر دی، چې زیاتره کېنول شوي نیالګي، له دې امله هم له منځه ځي چې هېڅوک یې خپل ملکیت نه ګڼي.
دغه راز د نیالګیو کېنولو د ګټې په هکله د کرنې وزارت د بڼوالۍ د پراختیا کارپوه محسن بهرام وایې: «مېوه لرونکي ونې خلکو ته ډېر ارزښت لري ځکه د حاصل څخه یې ګټه اخلي، د ځمکې د تودوخې او د ګلخانه یې ګازونو د خپرېدو مخه نیسي. د ښاغلي بهرام په خبره ونې کولای شي تازه هوا خپره اوناوړه هوا په خپلو پانو کې جذب اوذخیره کړي دغه راز ونې د تودوخې درجه هم ټېټولای شي په یوه ښار کې ډېر شمېر ونې تر ۱۰سانټي ګراډه پورې د تودوخې درجه ټېټولای شي او ونې اوبه او انرژۍ په ښه ډول زېرمه کولای او د سېلابونو مخنیوی کولای شي.
د هوا د ککړتیا او د سېلابونو د راتلو مخنیوی، ترځمکې لاندې اوبو زیاتوالی، د وچکالۍ مخنیوی، د اقلیم اداره کول او د شنه چاپېریال رامنځته کول د نیالګیو د کینولو نورې ګټې دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS