ارزګان کې د شکرپارې ۱۲ هکټاره سوداګریز بڼونه جوړ شول

content_admin
Wed, Mar 11 2020 1:54 PM
ارزګان کې د شکرپارې ۱۲ هکټاره سوداګریز بڼونه جوړ شول

۲۱ کب ۱۳۹۸
په دې وروستیو کې د ارزګان ولایت د کرنې ریاست د شکرپارې طرحه د جمهوري ریاست له خوا منظور شوې، چې په دې برخه کې هلې ځلې هم په دې ولایت کې ګړندي شوي دي.
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې طرحې د پلي کېدو په پار د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د شکرپارې ۱۲ هکټاره سوداګریز ننداریز بڼونه جوړ شوي دي.
د ارزګان د کرنې رییس وویل، چې د ارزګان د کرنې ریاست د شکرپارې طرحه د پنځو کلونو لپاره ده، چې په دې طرحه کې د ارزګان ولایت لپاره ۴۰۰ نوي بڼونه جوړول او د بڼوالۍ اړونده توکو ۱۵ کڅوړې، ۲۰۰ سلفر خونې کلیکسون او د شکرپارې د پروسس او بسته بندی فابریکه شامل دي. د ارزګان د کرنې ریاست وایي، چې ددې طرحې مطابق سږکال ۱۲ هکټاره نوي بڼونه او ۱۵ زاړه بڼونه جوړوي، چې د نویو بڼونو د جوړولو چارې بشپړ شوي دي.

د ارزګان دکرنې ریاست وایي، چې ددې طرحې په پلي کولو سره د ارزګان ولایت د شکرپارې ټول تولیدات په معیاري ډول تولید او بسته بندي کیږي او دغه راز په معیاري او قانوني ډول ملي او نړیوالو مارکېټونو ته صادریږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS