کرنې وزارت په ۱۳۹۹ کې څه باندې دوه زره هکټاره مثمر بڼونه جوړوي

content_admin
Wed, Jan 15 2020 10:03 AM
 کرنې وزارت په ۱۳۹۹ کې څه باندې دوه زره هکټاره مثمر بڼونه جوړوي

۲۵ مرغومي ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه «NHLP» د هېواد په تودو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، کندهار، هلمند اوفراه) کې د نیالګیو اېښودو کمپاین پیل کړ.
د هوا د مساعدېدو په صورت کې یاد کمپاین نورو ولایتونو ته هم غځیږي.
د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه په پام کې لري، چې په ۱۳۹۹ یم کال کې دوه زره هکټاره مثمر بڼونه جوړ کړي؛ خو دغه شمېره به د بزګرانو د غوښتونو پر اساس زیاد شي.
دکرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د هېواد هرې سیمې اقلیم او اب او هوا ته په کتو او دغه راز د بزګرانو په غوښتنه د انګورو، مڼې، زردالو، شفتالو، چهارمغز، انار، املوکو او د نورو مېوو بڼونه جوړوي.
په بڼ جوړولو کې د بڼوالو ونډه ۵۰ سلنه ده او پاتې نور لګښت یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې له خوا ورکول کیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS