ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون بڼونو پاکولو او جغل تولید پروژه پيلوي

mail-admin
Thu, Feb 27 2025 11:30 AM
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون بڼونو پاکولو او جغل تولید پروژه پيلوي

۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو څلور ګونو فارمونو د زیتون بڼونو د ځمکو د تیږو د بارو څخه د تخلیې او جغل تولید پروسه پیلوي.
د یاد شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس انجنیر ندي الله «نیازي» په یو رسنیز کنفرانس کې وویل، چې د دې پروسې موخه د زیتون بڼونو ځمکې پاکول او د ۲زره او ۴۰۰ جریبه ځمکې کرنې ته چمتو کول دي.  
د نوموړي په وینا، له راټولو شویو تیږو څخه به جغل تولید شي، چې د سړکونو او ودانیو په جوړولو کې به ورڅخه کار اخیستل کېږي. هغه زیاته کړه، چې دا به نه یوازې د کرنیزو فعالیتونو ښه والي ته زمینه برابره کړي، بلکې د کرنیزو محصولاتو کیفیت به هم لوړ کړي.  
اقتصادي او کرنیز متخصصین باور لري، چې دا اقدام به کروندګرو ته ګټه ورسوي، د شرکت عواید به زیات کړي او د سیمې د زیربنایي پروژو په پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS